اسلام آباد 02 دسمبر (اے پي پي) د وزيرا??ظم عمران خان په مشرۍ كښې وفاقي كابينې په اي سي اېل د اچولې شوو 172 كسانو پھ نومونو نظرثانۍ لپ??ره معامله اي سي اېل جائزه كمېټۍ ته لېږلې ده ۔په غونډه كښې اسلام آباد هائي كورټ كښې د درېو ججانو زياتولو٬د غربت ختمولو ادارې يوځاې كولو سره د غربت ختمولو د كوآرډېنېشن كونسل جوړولو٬د ګوړی پھ پیداوار او برآمد د بندېز ختمولو٬د پیښور بي آر ټي لپ??ره د 123 ملينه يورو قرض٬د تېل او ګاز ډرلنګ لپ??ره په هيوي مشينرۍ د ايډېشنل كسټم ډيوټۍ ختمولو منظوري وركړی شوې ده٬وفاقي كابينې په كراچۍ كښې د وفاق په فنډ د رغونې او پرمختګ لويو پروژو لپ??ره د سندھ ګورنر عمران اسماعيل په مشرۍ كښې د اعلٰی اختياراتي كمېټۍ جوړولو٬د اېف سي بلوچستان د شمالي او جنوبي ??ېډكوارټرز تشكيل لپ??ره د 2.81 اربه اجرا او د حوېلو بهادر پاور پروژې پشمول 5 يونټې د نج??ارۍ په ترجيحي لسټ كښې د شاملولو او د پروېز خټك په مشرۍ كښې د لينډ بانك تشكيل لپ??ره د كمېټۍ جوړولو هم منظوري وركړه۔وزيرا??ظم عمران خان د ګرانۍ نوټس اخستلو سره د شمارياتو ادارې ته هدايت كړی چې هغه د 40 ښارونو او د 76 ماركيټونو د مانيټرنګ راپور كابينې ته وړاندې كړي۔د لاكهونو كناله سركاري زمكې موثر استعمال لپ??ره به د پروېز خټك په مشرۍ كښې كم??ټي راتلونكې اونۍ د كابينې كمېټۍ ته خپل راپور وړاندې كوي۔د شورو په ورځ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن د وفاقي كابينې د غونډې نه پس مېډيا ته بريفنګ كښې ووئيل د كابنې په غونډه كښې وزيرا??ظم عمران خان د ګرانۍ نوټس اخستې او د سبزيانو٬ميوو او د ضرورت د نورو څيزونو په بيعو كښې استحكام لپ??ره يې په عملي اقداماتو زور راوړې۔وزيرا??ظم د شمارياتو ادارې ته هدايت كړې چې هغه په دې لړ كښې يو مكنزم جوړ كړي او په ټول هېواد كښې د لويو ښارونو او منډيانو منيټرنګ كولو سره اوونيز راپور وفاقي كابينې ته وړاندې كړي۔د وفاقي كابينې په غونډه كښې د جے آئي ټي په سپارښتنه په اي سي اېل كښې د نومونو اچولو او په دې لړ كښې د سترې محكمې د نظرثانۍ د احكاماتو جاج واخستلې شو۔ده ووئيل په اي سي اېل كښې د نوم اچولو يو طريقه كار وي پھ كوم چې وفاقي كابينې عمل كړې۔د نېب٬اېف آئي اے يا د كومې هم تحقيقاتي ادارې لخوا سپارښتنه كابينې ته لېږلې كېږي۔په دې معامله كښې هم د جے آ ئي ټي پھ سپارښتونو د 172 كسانو نومونه په اي سي اېل كښې اچولې شوي٬ ده ووئېل مونږ ډېر مثالونه لرو چې پكښې يو مثال د خزانې وزير اسحاق ډار دې۔د هغه وخت وزيرا??ظم شاهد خاقان عباسي په الوتكه كښې تښتېدلې او تراوسه بېرته نه دې راغلې۔په دې معامله بايد شاهد خاقان عباسي ته نوټس وركړی شي چې هغه يو مجرم ته د هېواد نه د تښتېدو لپ??ره د الوتكې آسانې وركړې ۔ده ووئيل د سترې محكمې لخوا په اي سي اېل كښې د اچولې شوو 172 كسانو په نومونو د نظرثانۍ په احكاماتو دا معامله د كورنيو چارو وزارت كښې جوړې شوي اي سي اېل جائزه كمېټۍ ته لېږلې شوې۔راتلونكې مياشت به دا كم??ټي خپل وړاندېزونه كابينې ته لېږي چې د كومو وجوهاتو په بنياد د دې خلقو نومونه د اي سي اېل نه لرې كولو لپ??ره نظرثاني پكار ده۔ وفاقې وزير ووئېل د دې راپور نه پس به حتمي پريكړه كولې شي۔ وفاقي كابينې د نج??ارۍ په ترجيحي لسټ كښې د حوېلو بهادر شاه پاور پلانټ د مارډي پېټروليم د پاتې شيئرز خرڅولو٬د لاكړا كول مائنس٬د سروسز انټرنېشنل هوټل لاهور شاملولو منظوري وركړی ده ۔ ده ووئېل د كے اليكټرك د سيل د كابينې كم??ټي جاج اخلي او دا به هم په ترجيحي لسټ كښې شاملولې شي۔وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ووئيل د دفاع وزير پروېز خټك په مشرۍ كښې يوه كم??ټي جوړه كړی شوې۔د دې كمېټۍ دا ذمه واري ده چې هغه لينډ بينك ته حتمي شكل وركړي او په بېلا بېلو ځايونو كښې به زمكه د استعمال جوګه كولې شي۔په دې وخت كښې پھ وفاق كښې 9 زره 442 كناله٬په پنجاب كښې 56 زره كناله او په خېبرپښتونخوا كښې 5 زره 258 كناله زمكه په ګوته كړی شوې۔ده ووئېل د پروېز خټك په مشرۍ كښې كم??ټي به راتلونكې اونۍ كابينې ته 150 كناله زمكه نج?? څانګې ته د سپارلو په اړه خپل وړاندېزونه وركوي۔ده ووئيل د اسلام آباد په هائي كورټ كښې په دې وخت كښې د ستر قاضي پشمول د ججانو ټوله شمېره 7 وه او معاملې جاج اخستلو نه پس وفاقي كابينې پريكړه كړې چې د اسلام آباد په هائي كورټ كښې د درېو ججانو اضافه دې وكړی شي۔اوس به په اسلام آباد هائي كورټ كښې د ججانو شمېره 10 شي۔ده ووئيل پھ دې وخت كښې د غربت ختمولو بېلا بېل پروګرامونه روان دي ٬وزيرا??ظم عمران خان هم د غربت خاتمې عزم لري۔ده ووئېل د وفاق په كچه بېنظيرانكم سپورټ پروګرام٬پاكستان بېت المال٬زكواة او عشر٬د غربت ختمولو پروګرام٬اولډ اېج بينيفټ آرګنائزېشن (اي او بي آئي)وركرز فنډ٬نېشنل رورل سپورټ پروګرام او په صوبائي كچه صوبائي بېت المال٬زكواة عشر٬سوشل ويلفيئر ډيپارټمنټ٬سوشل ويلفيئر اتهارټي او د چائلډ پروټكشن بيورو پشمول بېلا بېلې ادارې كار كوي۔دا ټولې ادارې يوځاې كولو سره د غربت ختمولو كوآرډينېشن كونسل جوړ كړی شوې۔د دې كنوينئره به ډاكټر ثانيه نشتر وي۔دوفاقې وزير ووئيل د تېل او ګاز پېداوار لپ??ره په ډرېلينګ هيوي مشينري اضافي كسټم ډيوټي لګولې شوې كومه چې وفاقي كابينې ختمه كړه۔دې سره به د تېل او ګاز په څانګه كښې بهرنۍ سرمايه كاري زياته شي۔د اطلعات وزير ووئيل د كراچۍ پرمختګ لپ??ره حكومت ډېر څه كول غواړي ځكه چې كراچۍ٬معاشي مركز دے خو مونږ په او مني ګروپ٬زرداري سسټم٬مراد علي شاه باور نه شو كولې ځكه د ګورنر عمران اسماعيل په مشرۍ كښې اعلٰی اختياراتي كم??ټي جوړه كړې شوې چې پكښې به د سندھ د پارليمان غړي او په سندھ اسمبلۍ كښې د اپوزېشن ليډر شامل وي۔ده ووئيل د اېف سي بلوچستان شمالي او جنوبي ??ېډكوارټرز تشكيل لپ??ره 55 اربه پكار دي٬په وړومبي ??ړاؤ كښې دې پروژې لپ??ره 2.1 اربه منظور كړی شوې۔ده ووئيل د تكليف خبره دا ده چې د سياچن په سخت موسم او د بلوچستان په سختو غرونو كښې مونږ د وطن حفاظت كوونكو ته هغه آسانې ورنه كړې شوې كومې چې وركول پكار وې۔ده ووئيل په تېر وخت كښې د ګوړی په پیداوار او په برآمد بندېز لګولې شوې ؤ ۔د خېبرپښتونخوا د لارې به افغانستان ته د پاكستان ګوړه تلله خو افغان دولت ناڅاپي په ګوړه 20 فيصده ټېكس ولګولو او د دې له امله د ګوړی برآمد او د حكومتي اقداماتو له امله پیداوار كم شو ۔وفاقي كابينې د دې معاملې جاج اخستې او د ګوړی په برآمد او پېداوار لګېدلې بندېز ئې ختم كړې