پېښور 23 دسمبر (اے پی پی) وفاقی وزیر شيخ رشيد احمد وئيلي دي چې کرپشن به ختمولې شي، خلكو عمران خان له ووټ دې لپاره ور??ړې ؤ چې كرپټ كسان په زندان ته ورسوي۔د دې خيالاتو څرګڼدونه ده د اتوار پھ ورځ پېښور كښې د تند رفتاره ټرین رحمان بابا ایکسپریس پرانستې د??تورې ته په خپل خطاب کښې وكړه۔ په دې موقع د اطلاعاتو صوبائی وزیر شوکت یوسفزئی، د ريلوے چیئرمېن راجه سکندر سلطان، جنرل منیجرآفتاب اکبر او د پېښور ډی اېس وقاراحمد هم موجود ؤ۔ د ريلوے وزير ??وئيل كه د بدعنوانۍ ناسور ختم نه ??ړې شو نو هېواد ته به لوئ زيان ورسي۔ده ووئيل عمران خان هغه يواځنې ??ارښود دې څوك چې غله زندان ته رسولې شي۔ شیخ رشید ووئيل د ریلوے زمكې د چا ذاتی جاګیر نه دې ، چرته چې په هغې قبضه شوې ده هغه به آزادولې شي۔ ده د ریلوے چارواكو ته پېښور كښې د ريلوے زمكو آزادولو سپرښتنه وكړه ۔ ده ووئيل تجاوزاتو مخنيوي كمپائن په مهال دې غريب اولس بې ځائه تنګ نه ??ړې شي او د مالدارو سره دې هيڅ ډول رعایت ونه ??ړې شي، ده ووئيل اوس كه ټرين چليږي نو د پاکستان معیشت به هم ښه كېږي۔ده ووئيل په ریلوے كښې د پنشن په لړ كښې 35 اربه ، د تنخاګانو پ?? لړ كښې 30 اربه ، د لون په لړ كښې 25 اربه روپۍ بوجھ دې خو بيا هم مونږ به د ریلوے څخه ګټه ترلاسه كولو پ?? ځائې غریب او د مينځنۍ طبقې لپاره اقدامات كوو۔ شیخ رشید احمد ووئيل په راتلوكو ورځو كښې به دوه نان سټاپ ټرینونه چلولې شي، مونږ سره تر 15 دسمبر تر کراچۍ لپاره کوم ټکټ نشته خو د اولس اسانيو لپاره به د 01 جنوری څخه يوې مياشتې له خاص ونټر ټرین چلولې شي۔ د ريلوے وزير ??وئيل د رحمان بابا ټرین پرانسته د وزیراعظم عمران خان د اړخه د خېبرپښتونخوا اولس له ډالۍ ده۔ د ریلوے خوارې كښو پ?? مرسته په 100 ورځو كښې به 20 ټرینونه چلولې شي۔ ده ووئيل د جهانګیرہ او نوښار ریلوے سټیشنې به اپ ګريډ كولې شي او ډير زر به د سفاری ټرین پرانسته هم و??ړې شي۔ ده ووئيل په 10 ډبو مشتمل رحمان بابا ایکسپریس ټرین د 880 مسافرو ګنجائش لري او سړي سر كرايه به 1350روپۍ وي ، دا ټرين به د 36 ساعتونو پ?? ځائې په 26 ساعتونو كښې كراچۍ ته رسي