اسلام آباد 05 دسمبر (اے پي پي) د بشري حقونو وفاقي وزيرې ډاكټر شیریں ??زا??ي وئيلي دي چې د بشري حقونو وزارت د تعليم وزارت ت?? تجويز وركړې دې چې د ا??لی??ونو نصاب ته بيا كتنه كولو سره دې په سلېبس كښې د بشري حقونو مضمون په لازمي توګه شامل كړې شي۔ اے پي پي سره په خبرو كښې وفاقي وزيرې ووئيل غېر مسلمه كمېونټي پاكستان كښې د اروپا په ډول په خپلو مذهبي قوانينو عمل كوي دې لپاره د ھغوي په سلېبس كښې د ھغوي د مذهب له مخې په اخلاقي سلېبس نظر ثاني پكار ده ۔ دې ووئيل ګلګت بلتستان كښې اقليتونو ته اسلامك سټډيز ښودلې شي۔ دې ووئيل د اسلامك سټډيز په ځائ بايد د اخلاقياتو مضمون وښودلې شي۔ دې په دې خبره زور رواړو چې اقليتونو ته د سوشل او مو??ل تعليماتو پشمول سلېبس ښودل پكار د??۔ وفاقي وزيرې زياته كړې چې وزیراعظم هم په سلېبس كښې د بشري حقونو او ماحوليات د لازمي مضمون په توګه د شاملولو امر كړې دې