اسلام آباد 04 دسمبر(اے پي پي) پاكستان او ايران د پنځه اربه ډالرو د كلن تجارت هدف ترلاسه كولو او د رېلوے رابطه كارۍ په لا بهتر كولو اتفاق كړې۔دا اتفاق د نهې په ورځ په خارجه دفتر كښې د پاكستان او ايران د دوه اړخيزه سياسي مشاورت د لسم پړاؤ په مهال شوې۔د خارجه دفتر وياند له مخې خارجه سېكترې تخمينه جنجوعه او د ايران نائف خارجه وزير سيد عباس آراغچي په دې موقع د خپلو خپلو پلاو مشري وكړه۔د سياسي مشاورت په مهال د دواړو هېوادونو ترمينځه د قونصلر٬اقتصاد٬تجارت او د سرحد په اړه د چارو جاج واخستلې شو۔دواړو هېوادونو كلن تجارت پنځه اربه ډالرو ته د رسولو په لار كښې د خنډونو په لرې كولو اتفاق وكړو۔په دې هم اتفاق وشو چې د دواړو هېوادونو د شريك اقتصادي كميسون 21مه غونډه به راتلونكې ك??ل كولې شي۔د غ??نډ?? په مهال دواړو هېوادونو په دوه اړخيزه غوره اړيكې د اطمينان څرګندونه وكړه٬پاكستان او ايران په افغانستان كښې د امن او استحكام بحالۍ لپاره په هڅو يو ډول دريځ لري۔دواړه هېوادونه د افغانستان د شخړې له امله زيات آغېز مند ش??ي۔??واړو هېوادونو په دې خبره هم اتفاق وكړو چې د افغانستان شخړه افغان دولت او اولس په مشرۍ كښې د سولې عمل سره حل كېدې شي۔په غونډه كښې په مقبوضه كشمير كښې د ب??ري حقونو څخه د سرغړونې د صورتحال٬د مينځني ختيز په شخړه او په سيمه ايزو او نړيوالو چارو هم بحث وشو