كراچي 03 نومبر (اے پي پي﴾اولس مش?? ډاكټر عارف علوي وئېلي دي چې تركيې سره به ډېر زر په اے ټي ا??ف لاس ليك وكړې شي٬دې سره به د دواړو هېوادونو ترمينځه تجارت وده وكړي٬د تركيې اوسنۍ د??رې په موقعو مو د تركيې اولس مش?? رجب طيب اردوان سره د اېف ټي ا?? په اړه خبرې شوې وې٬دغسې په تېر وخت كښې د اېف ټي ا?? په اړه تركيې سره لويې شمېر ملاقاتونه شوي دي خو د ځينې اندېښنو له امله دې ته حتمي شكل ور نه كړې شو خو اوس به دا اندېښنې لرې كولې شي او ډېر زر به تركيې سره په اېف ټي ا?? لاس ليك وشي۔ده دا خبرې د خالي په ورځ په ځايې هوټل كښې د 16م نړيوال كنفرنس كښې مائي كراچي٬اوسېس آف هارمني نندارتون 2019 په اړه جوړې شوې دست??رې ته د خاص مېلما په توګه په خپله وېنا كښې وكړې۔دا درې ورځنۍ نړيوال تجارتي كنفرنس به د اپرېل په پنځمه نېټھ په كال 2019م كښې پېل كېږي۔د كراچۍ چېمبر دا كامرس هر كال د كال 2014م نه را په دېښوه كوي۔اولس مش?? په خپله وېنا كښې ووئيل چې د تركيې اولس مش?? سره په دې خبره اتفاق شوې و چې د دواړو هېوادونو د تجارت اضافې لپاره د كوټلو اقداماتو ضرورت دې۔اولس مش?? ووئيل چې د تركيې حكومت او تجاران او اولس د پاكستان او د پاكستاني اولس ډېر عزت كوي۔د تركيې سرمايه كار په پاكستان كښې سرمايه كاري كول غواړي۔ده ووئيل چې د تركيې څلور كمپنۍ په پاكستان كښې د 1.5 ارب ډالرو سرمايه كارۍ لپاره تيارې دي خو د دوي د راتګ نه وړاندې ځينې ستونزې دي كومې چې حل كول ضروري دي۔اولس مش?? ووئيل چې پاكستان سرمايه كارۍ لپاره زړه راښكونكې هېواد جوړ شوې۔اولس مش?? ووئيل چې د كراچي ګرين لائن پروژه به په راتلونكو څو مياشتو كښې فعاله شي۔ده د تجارت او صنعتونو ودې لپاره د كراچۍ چېمبر كردار وستتائېلو۔د كراچۍ چېمبر مش??انو اولس مش?? د ځايې تجارانو د ستونزو نه خبر كړو۔د چېمبر مش??انو د حكومت د مثبتو اقداماتو او د پالېسو د بشپړ ملاتړ كولو باور هم وركړو