اسلام آباد ۔ 01 اکتوبر (اے پی پی) اولس مشر ډاكټر عارف علوي اولس ته په ډېمز فنډ كښې د برخې اخستو خواست كولو سره ??ئيلي دي د اوبو پنګو زياتوالي او د اوبو ساتنې ته بايد خاص پام وګرځولې شي۔ د كركيلې څانګه او د ښاريو وداني دې اوبه كارولو كښې احتياط وكړي۔ ده دا خبره د ګل په ورځ په جاري كړې شوي وېډيو پېغام كښې وكړه۔ اولس مشر خپل پېغام كښې ووئيل چې زه د اولس پام د پاكستان په چاپېرچل د ګلوبل وارمنګ ضرر ??سو??نكو اثراتو پلو ګرځول غواړم۔ د ګلیشیئر ويلې كېدو سره به د اوبو په پنګو اغېز راځي او د اوبو د كمي امكان دے۔ ده په دې خبره زور راوړو چې هر وګړي او حكومت له به سوچ كول وي چې د اوبو پنګو كښې اضافه څنګه وكړې شي۔ اولس مشر وزيراعظم او چيف جسټس ته د ډېمز فنډ په جوړولو مباركي وركړه دغسې چې عام اولس هم دې كښې برخه واخستلې شي۔ ده اولس ته خواست وكړو چې دې كښې بشپړه برخه واخلي۔ ده د كركيلې څانګې سره ??ېوست كسانو ته اپيل وكړو چې هغوي دې څانګه كښې زياتو نه زياته سرمايه كاري وكړي دغسې چې اوبه لږې نه لږې وكارولې شي۔ اولس مشر په دې مهال د نبي كريم (ص) د تعليماتو ذكر كولو سره ??وئيل د نبي كريم (ص) پېغام دې چې كه د درياب په عاړه څوك اودس كوي نو هم دې اوبه ضياع نه كړي۔ اولس مشر ووئيل 14 سوه كاله وړاندې د چاپېرچل پياوړتيا او د اوبو تحفظ له چې كوم پېغام وركړې شوې دې ددې نه زيات غوره ??ېغام ترلاسه كېدې نه شي او مونږ له به مذهبي فريضه ګڼلو سره ??ه دې عمل كول وي۔ اولس مشر ووئيل پاكستان كښې د دريابونو چې څومره اوبه راځي كه دا مو په صحيح توګه ذخيره ??ړې او په صحيح ډول مو وكارولې نو كه لوئې څښ??ن ته منظور وي دلته به د اوبو هېڅ مسئله نه وي