اسلام آباد ۔ 9ستمبر (اے پی پی) د آزاد جمو وكشمير اولس مشر سردار مسعود خان وئيلي دي په 61 هجري كښې د اسلام په تاريخ كښې رامخې ته شوې د افسوس وړ پېښه ك??مه چې د كربلا پېښې په نامه پېژندلې شي په حقيقت كښې د حق او باطل ترمينځھ يو جنګ وو په ك??م كښې چې د حضور علېه السلام نمسي حضرت امام حسین (رض) د باطل په وړاندې ودرېدو سره اسلام ژوندي ساتلو له د قربانۍ هغه مثال جوړ كړو كوم چې تر قيامت ورځې مسلمانانو لپاره د لارې مشال دے۔ ددې خيالاتو څرګ??دو??ه ده د مركزي امام حسېن كونسل تر سېوري لاندې د اتوار په ورځ كشمير هاؤس اسلام آباد كښې “حسېنيه ك??فرنس” كښې د خاص مېلمه په حېث خپل خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل د حضرت امام حسین(رض) شهادت د حق فتح ده۔ د امام حسېن او دده د ملګرو د ناانصافۍ او باطل په ضد دا ځانګړې قرباني به ټول عمري ياده ساتلې شي۔ ده ووئيل د امت مسلمه په حېث به اسلام ژوندي ساتلو له د حضرت امام حسېن (رض) او دده د ملګرو د ځانګړې قربانيو پېروي كولو سره به خپلو كښې يو والې او همغږي پېدا كول وي۔ ده ووئيل پاكستان ٬ منځنې ختيځ او اسلامي نړۍ ترهګرۍ سره مخ ده او دا لازمي ده چې مونږ له به خپلو كښې اختلافات ختمول او يو امت جوړېدو سره امت مسلمه له كار كول وي د??سې چې مونږ د اسلام دښمنه طاقتونو مقابله وكړې شو۔ كنفرنس ته د مذهبي چارو وفاقي وزير نو?? الحق قادري ٬ د قومي اسمبلۍ غړي سيد فېض الحسن شاه او نو??و هم خطاب وكړو۔