اسلام آباد 20 اګست (اے پي پي) د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر او دوهم سپيكر قاسم خان سوري د وفاقي كابينې وزيرانو ته په سوګند پورته كولو مباركي وركړه۔ د ګل په ورځ د قومي اسمبلۍ سېكرټرېټ د مېډيا څانګې لخوا په جاري شوي بيان كښې د قومي اسمبلۍ سپيكر ووئيل چې په نوې وفاقي كابينه كښې صلاحيت لرونكي٬ مخلص او ديانتدار وزيران شامل دي او د پاكستان د وزيراعظم عمران خان د وژن عكاس دي۔ نوې كابينه به د ع??ران خان په مشرې كښې هېواد په ريښتينې معنٰي اسلامي فلاحي رياست جوړولو او د پرمختګ په لار روانولو لپاره كوم كسر پرې نه ږد??۔ دوهم سپيكر ووئيل چې نوې وفاقي كابينه به د اولس په هيلو پ??ره وخېژي ٬ دا په هېواد كښې د خوشحالې ?? يو نوي پړاؤ پېل كېدنه ده۔ سپيكر او دوهم سپيكر نوې كابينې لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه او كابينې كاميابې لپاره وې دعا وكړه۔