اسلام آباد 17 جولائي (اے پي پي) پاکستان كښې د اسټراليا هائي كمشنر مارګرېټ اېډمسن وئيلي دي پاکستان ته په تېر وخت كښې د موسمياتي بدلون له امله د رامخې ته شوو آف??ونو په سوب لوي ز??ان رسېدلې دے ۔ ده دا خبرې د نهې په ورځ د ډيزاسټر رسك مېنجمنټ فنډ(اېن ډي آر اېم اېف) دوه ورځني وركشاپ ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ ده ووئيل د ناڅاپي آف??ونو خ??رو سره مخ هېوادونه د پاكستان ډيزاسټر رسك مېنجمنټ فنډ څخه لارښودنه اخستې شي۔ ده د اېن ډي آر اېم اېف په اجراء د پاكستان حكومت ته مباركي وركولو سره ووئيل پاكستان د موسمياتي بدلون اثراتو څخه سخت ځپلې شوو لسو هېوادونو كښې شامل دے چا چې د بېلا بېلو ناڅاپي آف??ونو له امله لوي ز??ان زغملې او په دې لړ كښې د اېن ډي آر اېم اېف جوړول اهميت لري۔ ده هيله ولرله چې اېن ډي آر اېم اېف يو قوي او كوټلې اداره جوړه شي او د آف??ونو په خطرو قابو موندلو له مرستياله وګرځي او دې سره به په سركاري او نجي كچه اقدامات مربوط شي۔ په دې موقع د نېشنل ډيزاسټر رسك مېنجمنټ فنډ سي اي او لېفټېننټ جنرال (ر) نديم احمد او د نېشنل ډيزاسټر مېنجمنټ اتهارټۍ لنډمهاله چيئرمېن بریګیډیئر مختار احمد هم وېنا وكړه۔