اسلام آباد 12 جولائي (اے پي پي) د ټاكنو كمېسون سپيناوې كړې چې د ټاكنو كمېسون سره رجسټرډ 88 سياسي ګوندونو په عمومي چوكو 5 فيصده ټكټونه م??رمنو ته جاري كرې دي ٬ دا خبرونه بې بنسټه دي چې په دې قانون عمل ونه كړې شو ۔ د زيارت په ورځ د ټاكنو كمېسون وياند سپيناوې وكړو چې د عورت فاٶنډېشن په تور اډانه خبر خپور شوې چې كمېسون سياسي ګوندونو څخه م??رمنو لپاره په 5فيصده عمومي چوكو د ټكټ په شرط ??مل نه دې كړې ۔ ده ووئېل ټولو سياسي ګوندونو ته د انتخابي نښو د الاټ منټ په موقع دوي دا حلف نامه وركړې وه وه چې ھغوي به پنځه فيصده ټكټونه م??رمنو ته جاري كوي٬ په قانوني توګه سياسي ګوندونو ته انتخابي نښې وړاندې الاټ كړې شوې او كانديدانو ته ټكټ ورستو جاري كړې شوې ٬ ده ووئېل كه يو ګوند د خ??ل بيان حلفي خلاف ورزي كولو سره داسې نه وي كړې نو د ټاكنو كمېسون به د ھغوي په ضد د ضابطه اخلاق كاروائي كوي۔ په كمېسون دا تور ناسم دے چې انتخابي نښې ئې غلطې الاټ كړې ٬ ده ووئېل كمېسون سره رجسټرډ په 120 سياسي ګوندونو كښې 107 ګوندونو ته انتخابي نښې الاټ كړې شوې او دولس ګوندونه په انتخاباتو كښې برخه نه اخلي٬ 88 سياسي ګوندونو په عمومي چوكۍ 5 فيصده ټكټونه م??رمنو ته جاري كرې يوازې اوو ګوندونو په دې عمل نه دې كړې۔ وياند ووئيل د كال 2018 ټولټاكنې په دې لحاظ سره تاريخي دي چې پكښې په لويه شمېره م??رمنې برخه اخلي٬ او په دې لړ كښې بايد د كمېسون د هلو ځلو ستائنه وشي