اسلام آباد 07 جولائي (اے پي پي) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزيرې مېرمن ??ورشيد بروچا وئيلي دي چې د برهان واني شهادت د كشمير د آزادې په تحريك كښې نوې روح پوكلې٬ نننۍ كشميرې ځوان د خپل پلار نيكه نه زيات د خپلواكې حق ترلاسه كولو لپاره پوخ عزم لري٬ د كشميريانو عزم ليدلو سره ه??دي چارواكي په دې تسليم كولو مجبوري دي چې د م??بوضه كشمير پوځي حل ممكن نه دے٬ هند ته به د مذاكراتو لار خپلول وي۔ هغې دا خبرې د كشميري ځوان برهان مظفر واني د شهادت په ورځ ??ه خپل پېغام كښې وكړې۔ وفاقي وزيرې ??ه خپل پېغام كښې واني شهيد ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كړې او وې وئيل چې د نن كشميرې ځوان د برهان واني د ژوند م??صد ترسره كولو لپاره د اته لكه ه??دي ځواكونو د ګولو او پېلټ ګنز ځواب په كاڼو وركوي۔ هغې ووئيل چې د برهان واني پشان د زرګونو كشميري ځوانانو عزم ليدلو سره ه??دي چارواكي په دې تسليم كولو مجبوري دي چې د م??بوضه كشمير پوځي حل ممكن نه دے او اخر به هم هند ته د مذاكراتو لار خپلول وي۔ هغې ووئيل چې پاكستان به تر هغه وخت د خپلو كشميري وروڼو سياسي٬ اخلاقي او سفارتي ملاتړ روان ساتي تر څو چې دوي د م??ګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو له مخې خپل د خپلواكې حق نه وي ترلاسه كړے۔