اسلام آباد 05 جولائي (اے پي پي) په پاکستان كښې د ایران سفیرمهدی هنردوست وئيلي دي چي پاكستان او ايران نزدې وروڼه او دوست هېوا??ون?? دي٬ دواړه په تاريخي ٬ كلتوري او مذهبي رشتو كښې تړلي دي او د دواړو هېوا??ون?? ترمېنځه اړيكې به په راتلونكي وخت كښې لا وده وكړي٬ د نړۍ او د منطقې د حالاتو په تناظر كښې د پاكستان او ايران ترمېن??ه د ميډيا پشمول په ټولو څانګو كښې مرسته د وخت ضرورت دے۔ د دې خيالاتو څرګن??ون?? ايراني سفير د زيارت په ورځ د قامي خبر رسنې ادارې اېسوسي اېټډ پرېس آف پاكستان (اے پي پي) د مركزي دفتر دورې په مهال مېنجنګ ډائرېكټر مسعود ملك سره په ملاقات كښې كړې۔ د اے پي پي اېم ډي مسعود ملك مركزي دفتر ته په راتګ د سفير هركلے وكړو۔ په دې موقع سفير ته د اے پي پي په طريقه كار او د سب??كرائبرز ته د خبرونو د وركولو پحقله بريفنګ وركړو۔ د ايران سفير ووئيل پاكستان او ايران نزدې وروڼه او دوست هېوا??ون?? دي٬ دوي په تاريخي ٬ كلتوري او مذهبي رشتو كښې تړلي دي او د دواړو هېوا??ون?? ترمېنځه به په راتلونكي وخت كښې اړيكې لا وده وكړي٬ د دواړو هېوا??ون?? ترمېنځه اړيكو او روابطو كښې اضافه شوې ده٬ په ايران د نړيوالو بنديزونو باوجود په تېرو درې كالو كښې دواړو هېوا??ون?? ترمېن??ه د تجارت حجم د 600 مېليونه ډالرو نه 1.3 اربه ډالرو ته رسېدلے دے او راتلونكو كښې به دا لا وده وكړي ځكه چې د دواړو هېوا??ون?? ترمېنځه په بېلا بېلو څانګو كښې د مرستې پراخه امكانات موجود دي۔ ده ووئيل د ایران دروازې تل پاكستانيانو او پاكستانۍ ميډيا لپاره پرانستې دي٬ بايد د پاكستان ميډيا د ايران دوره وكړي دغسې چې د ايران پحقله د منفي ډنډورو ازاله وكړې شي۔ ده ووئيل مونږ د يو بل په زړونو كښې اوسېږو او د ايران سپريم لارښود چې كله هم د پاكستان ذكر كوي نو خوږ پاكستان وائي او ھغوي دا خبره د زړه نه كوي۔ ده د دواړو هېوا??ون?? د قامي خبر رسنو ادارو اے پي پي او ارنا ترمېن??ه د تفاهم دستاوېزاتو ته زر تر زره په حتمي شكل وركولو زور رواړو۔ د ایران سفیر ووئيل د منفي تاثر برعكس په چاه بهار بندر ځائ هند يوازې په پټروكيميكل څانګه كښې د 35 مېليونه ډالرو سرمايه كاري كړې ده ٬ د چاه بهار بندرځائ د پاكستان پشمول د منطقې ټولو هېوادنو لپاره پرانستې دے۔ ده ووئيل پاکستان او ایران په يوه بيړۍ كښې ناست دي او په راتلونكي كښې به د دواړو هېوا??ون?? ترمېنځه اړيكي او ملګرتيا لا زياته شي۔ په دې موقع د اے پي پي مېنجنګ ډائرېكټر مسعود ملك ووئيل پاكستان او ايران په عظيم تاريخي ٬ كلتوري او مذهبي رشتو كښې تړلي دي۔ ده ووئيل د ايران او پاكستان قامي خبر رسنو ادارو ترمېن??ه د خبرونو ٬ معلوماتو رسنې لپاره طريقه كار وضعه كولې شي۔ ده ووئيل د سيمه ايزو او نړيوالو حالاتو په نتاظر كښې د نيوز اېجنسو كردار مسلمه دے۔ د نیوز اېجنسو د دې كردار په تناظر كښې اے پي پي په دې ورستيو كښې نړيوال كنفرنس كړې چې پكښې د 19 هېوا??ون?? د نيوز ايجنسو مشرانو او استازو ګډون كړې۔ په دې كنفرنس كښې د خبر رسنو ادارو ترمېن??ه د خبرونو او د معلوماتو شيئرنګ لپاره په تګلار وضعه كولو هم سلا شوې٬ او د شريك وېب پورټل جوړولو سره سره د اے پي پي ګلوبل په نامه وېب پورټل هم جوړولې شي چې پكښې ارنا هم شامله ده۔۔ ده د ايران سفير ته ووئيل چې اے پي پي د انګليسۍ او اردو ژبې نه علاوه په ځائي ژبو كښې هم د خبرونو د ترسيل ذمه واري په ښه ډول ترسره كوي۔ ده ووئيل اوسمهال د اے پي پي د زرو نه زيات سب??كرائيبرز دي او وېب ټي وي هم پېل كړے شوے دے او ټي وي چېنل جوړولو لپاره هڅې روانې دي۔ مسعود ملك ووئيل اے پي پي ارنا سره مرستې له چمتو ده۔ د دې نه وړاندې د اے پي پي مركزي دفتر ته په راتګ مېنجنګ ډائرېكټر مسعود ملك او نورو چارواكو د ايراني سفير تود هركلے وكړو او دوي ته ئې د ګلونو ډالۍ وړاندې كړه۔