اسلام آباد ۔ 8 مئی (اے پی پی) د پلاننګ كمېشن دوهم چيئرمېن ??رت??ج عزيز وئيلي دې حكومت اولنۍ واټر پالېسي جوړه كړې۔ نوې قامي واټر پالېسۍ كښې د اوبو په بچ?? او د اوبو په ذخائرو جوړولو زور ??اوړلې شوې۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د منصوبه بندۍ وزارت او نړيوال ب??نك په شريكه د ماحولياتي استحكام په سرخط راجوړ كړې قامي مشاورتي وركشاپ ت?? خطاب كښې وكړه۔ ??رت??ج عزيز ووئيل پاكستان كښی اوبه په كمېدو دي۔ كله چې پاكستان جوړ شو نو سړي سر اوبه د 5 زره كيوبك ميټر څخه زياتې وې۔ ولې اوس دا سړي سر 1000 كيوبك ميټر څخه كمې شوي۔ ده ووئيل زمونږ په بندونو كښې د سلټنګ په سوب د اوبو ذخيره كولو صلاحيت كم شوې۔ د اوبو وسائلو لپاره زيات مالي وسائلو ته اړتيا وي۔ ??رت??ج عزیز ووئيل راروان كال كښې د اوبو منصوبو لپاره د بي اېس ډي پي 10 فيصد بېل كړې شوې۔ ده ووئيل مونږ په واټر پالېسۍ كښې د بھاشا بند په شمول د اوبو د 10 ملين اېكټر فټ ذخائر سپارښتنه كړې۔ په دې مهال وركشات ته خپل خطاب كښې پاكستان د ورلډ ب??نك كنټري ډائرېكټر الانګو پېچ سموتھو په وفاقي وزير احسن اقبال باندې ترسره شوې بريد د افسوس وړ وګرځولو۔ ده ووئيل پاكستان د موسمياتي بدلونو څخه متاثره كېدونكے د نړۍ 7 م ستر هېواد دے۔ (وا/ض ض/ګ ل/1855)