لاهور 06 مئي (اے پي پي) د رېلوے وفاقي وزير خواجه سعد رفيق وئيلي دي چې د اوسني حكومت د مودې پوره كېدو نه پس به نګران حكومت راځي او د جمهوريت تر ټولو لوي جنګ به د پنجاب په خاوره كېږي٬ اولس دې د آئين حكمرانې او ووټ ته عزت وركړئ٬ زمونږ د مشن كاميابې لپاره زمونږ لاسونه مضبوط كړي۔ ده دا خبرې د اتوار په ورځ په والټن لاهور ??ښې اولسي غونډې او وركرز كنونشن ته د وېنا كولو په مه??ل وكړې۔ په دې م??قع نور ليګي مشران هم موجود وو۔ خواجه سعد رفيق ووئيل چې اولس ته ښه معلومه د?? چې څوك خبرې كوي او څوك كار كوي۔ كه په عمران خان ??ښې همت وي نو په مېدان دې م??ابله وكړي۔ ده ووئيل چې م??نږ د چا نه نفرت نه كوو٬ زمونږ څوك دښمن نشته او نه مونږ د چا دښمنان يو۔ د رايې اختلاف كېدے شي خو مونږ تر شين بېرغ لاندې ټول متحد يو۔ ده ووئيل چې م??نږ په وخپل ټاكنې غواړو خو عمران خان دا غواړي چې يوې يوې نيمې م??اشتې لپاره ټاكنې وځنډېږي۔ ده ووئيل چې د هغه د سازشونو په وجه د هېواد پرمختګ ته زيان رسېدلې۔ ده ووئيل چې د عمران خان ذكر كول وخت ضائع كول دي۔ ټاكنې رانزدې دي٬ د 21 كروړه اولس پرېكړه به بل څوك نه بلكې هغه به ئې په خپله كوي٬ِ بايد بدلون د ووټ د لارې راشي۔