اسلام آباد ۔ 30 اپریل (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير پروفېسر احسن اقبال د اميګرېشن چارواكو ته امر كړې چې پا??ستان ته د راتلونكو دې په ښو اخلاقو هركلې وكړې شي۔ بهرنيو مسافرو ته بايد “وېلكم ??و پا??ستان” او پا??ستانو وګرو ته دې “وېلكم ??و هوم” ووئيلې شي۔ د نوي ايئرپورټ منصوبه راته په ناوړه حالت كښې پاتې شوې وه خو نواز شريف ورله حقيقي شكل وركړې۔ پا??ستان كښې نن د نړيوال معيار ايئر پورټ پرانسته كېږي۔ د?? منصوبه د امن ٬ پرمختګ او سوكالۍ علامت ده كومې پلو چې مونږ هېواد روان كړې۔ د ګل په ورځ د نيوې اسلام آباد ايئر پورټ دورې په مهال پروفېسر احسن اقبال د نوي جوړ شوي ائير پورټ بېلو برخو او په خاص توګه د امېګرېشن كاؤنټرز او لاؤنجز معائنه وكړه او دغلته ئې په ځائې كړې شوې عملې سره ملاقاتونه وكړل۔ ده په دې مهال امېګرېشن چارواكو ته امر وكړو چې پا??ستان ته د راتلونكو بايد په ښو اخلاقو هركلې وكړې شي۔ بهرنيو مسافرو ته دې “وېلكم ??و پا??ستان” او پا??ستانو ته دې “وېلكم ??و هوم” ووئيلې شي دغسې چې دوئي پا??ستان ته په راتللو خوشحالي ٬ عزت او احترام محسوس كړي او د پا??ستان مثبت امېج رامخې ته شي۔ ده ووئيل مېلمنو لپاره په كاؤنټرز خوش اخلاقه او چمتو عمله په ځائې كړي۔ وفاقي وزير په دې مهال د فرسټ او بزنس كلاس په شمول ټولو مسافرو ته د وركړې كېدونكو اسانيو ٬ لاؤنجز او كاونټرز هم معائنه وكړه۔ وروستو ميډيا سره خبرو كښې ده ووئيل د پا??ستان په پلازمينه كښې د نړيوال معيار ایئر پورټ په پرانسته قام ته مباركي وركوم۔ د نوي ايئرپورټ د?? منصوبه مونږ ته په ناوړه حالت كښې پاتې وه خو نواز شريف دې ته حقيقي شكل وركړې۔ د?? منصوبه د امن ٬ پرمختګ او سوكالۍ علامت ده۔