اسلام آباد 13 اپرېل (اے پي پي) د سېنې?? چيئرمېن صادق سنجراني د سندھ كروندګرو ته د كال 1991 د لوظنامې له مخې د اوبو نه ترلاسه كېدو په معامله د خاص كمېټې جوړولو منظوري وركړه۔ د جمعې په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې س??ات??ر مظفر حسېن شاه د پام راګرځونې په نوټس ووئيل چې په سندھ كښې د اوبو سخت بحران دے٬ د اوبو نشتوالي له امله فصلونه ونه كرل شول٬ كروندګرو د دې مسئلې پورته كولو غوښتنه كړې۔ ده ووئيل چې په سندھ كښې فصلونه تر ټولو وړاندې كرل كېږي٬ بايد هغه وخت اضافي اوبه سندھ ته وركړل شي۔ ده د سېنې?? چيئرمېن نه غوښتنه وكړه چې د سندھ د كروندګرو مسئلې حل كولو لپاره دې كمېټي ج??ړه كړې شي۔ د سېنې?? چيئرمېن د كمېټې جوړولو منظوري وركړه۔