اسلام آباد 09 فروری (اے پی پی﴾ وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د جمعې په ورځ د وزيراعظم په دفتر كښې بوټې نال كو??و سره د پسرلي د ونو نال كولو د كمپائن پرانسته ??كړه۔ د دې كمپائن په مهال به په ټول هېواد كښې ونې كرلې شي۔ په دې موقع د موسمياتي بدلون وزير مشاهدالله خان او د قومي اسمبلۍ غړ?? رومينه خورشيد عالم هم وزيراعظم سره وو۔ په دې موقع د كمپائن كاميابې لپاره دعا وكړې شوه۔ د ګرين پاكستان پروګرام له مخې 21 كروړه اضافي بوټي كرلې شي۔ د كال 21-2016م مودې لپاره د دې پروګرام مجموعي لګښت 3.652 اربه روپې دے۔ وزيراعظم ټولو پاكستانيانو په خاص توګه كروندګرو٬ زده كوونكو٬ پارلمان غړو او بېلا بېلو څانګو سره تعلق لرونكو سړو او ښځو ته ??وئيل چې هغوي دې زيات نه زيات بوټي نال كو??و سره د پسرلي موسم د ونو كرلو كال 2018م په كمپائن كښې په بشپړه توګه ګډون وكړي۔ د پاكستان قدرتي ځنګلې د موسمياتي بدلون٬ د بشري او صنعتي ضرورياتو لپاره د لرګي د زيات شوي طلب له امله سخت خطر سره مخ دي۔ دا صورتحال په نظر كښې سات??و سره حكومت د ځنګلو ودې او په هېواد كښې د ځنګل د رقبې په اضافه كښې دلچسپي اخلي۔ سي ډي اے به په دې كمپائن كښې ګډون كوي او د بېلا بېلو غېر سركاري تنظيمونو او تعليمي ادارو په شركت سره به بوټي نال كولې شي۔ په دې كمپائن كښې به پاركونو٬ د مارګله غرونو او ګرين بېلټس ته زيات پام كولې شي