اسلام آباد 27 دسمبر (اے پی پی) د اطلاعات، خپرونو ، قامی تاریخ او ادبی ورثې دوهمې وزيرې مریم اورنګزیب د بینظیر بھټو شهیدې په كليزه خ??ل پیغام كښې وئيلي دي بينظیر بھټو د جمهوریت بحالۍ ، آئین او قانون حکمرانۍ او د اولس د حقونو لپاره ځانګړې هلې ځلې كړي۔ د شورو په ورځ جاری شوې خپل پیغام كښې دې ووئيل د آئین نه پس میثاقِ جمهوریت تاریخی دستاو??ز بينظیر بھټو شهیدې او محمد نواز شریف د شريكو هڅو نتيجه ده۔ د پاکستان سیاس?? او جمهوری تاریخ كښې به د هغې نامه تل ژوندئ وي۔ دې ووئيل هغې هېواد كښې د جمهوریت بحالۍ او د اولس د حکمرانۍ حق له تر آخري وخت هلې ځلې كړي۔د هغې د شهادت سره د پاکست??ن په سیاست كښې پیدا شوې خلا به چرې ډكه نشي۔