کو ئټه 28 دسمبر(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقی وزیر احسن اقبال د بلوچستان وکيلانو پیشه وره است??دا??کار زياتولو له د يو ارب روپو 5 كلن اسکالرشپ اسکیم اعلانولو سره صوبه كښې د قانون معیاری تعلیم ودې له د وفاقی حکومت د اړخه د هر ډول مرستې باور وركړې دې ۔ د زيارت پھ ورځ د كوئټې وزیراعلیٰ سیکټريټ كښې منیر احمد کاکړ ایډوکیټ پھ مشرۍ كښې د بلوچستان هائیکورټ بارایسوسی ای??ن، د بلوچستان بار کونسل او کوئټې بار ای??وسی ای??ن نمائندہ پلاوي سره خبرو اترو كښې وفاقی وزیر احسن اقبال ووئيل د ترهه ګرۍ پېښه كښې د بلوچستان د سینئر وکيلانو شهادت يو لوئې زيان دے د كومې ازاله چې ممكنه نه ده خو بيا هم وفاقی حکومت د ځوانانو وکيلانو پیشه وره است??دا?? کار زياتولو له به هر ډول مرسته كوي، ده ووئېل دې مقصد له يو ارب روپو 5 كلن اسکالرشپ پروګرام پيل شوې چې پكښې به 100 اسکالرشپونه وركولې شي، احسن اقبال ووئيل د پاکستان جمهوری او آئینی تاریخ كښې د وكيلانو لوئ کردار دے او مونږ هڅه كوو چې د وکيلانو پیشه وره صلاحیتومو او د كار است??دا?? زياتولو له ټول وسائل وكارولې شي ، په دې مهال وفاقی وزیر د سی پیك او وفاقی حکومت د اړخه بلوچستان كښې پھ روانو پرمختيائي پروژو تفصیلی رڼا واچوله ۔ د بلوچستان وکيلانو په اسکالرشپ او د وکيلانو ښېګړې له پ?? اقداماتو د وفاقی وزیر مننه وكړه۔