اسلام آباد 20 دسمبر (اے پي پي) د پارلمان غړو د قائداعظم محمد ع??ي جناح سياسي هڅو ته د ع??يدت پېرزوئنې وړاندې كولو سر?? وئيلي دي كه قائداعظم نه و نو د نيمې وچې د مسلمانانو د خپل وطن خوب به تعبير نه ؤ موندلې٬ بايد مونږ هڅې وكړو چې د قائداعظم د افكارو او نظرياتو له مخې پاكستان يو اسلامي فلاحي جمهوري هېواد جوړ??لو لپاره خپل كردار ترسره كړو۔ د شورو په ورځ اے پي پي سر?? په خبرو كښې د كېډ دوهم وزير طارق فضل چوهدري ٬ د تحريك انصاف د قومي اسمبلې غړي كرنل ﴿ر﴾ اميرالله مروت٬ د پاكستان پيپلز ګوند سناتور رحمان ملك٬ د مسلم ليګ ﴿ن﴾ د قومي اسمبلې غړي ثقلېن شاه بخاري او د تحريك انصاف سناتور شبلي فراز ووئيل قائداعظم يو مترقي٬ جديد اسلامي رياست جوړول غوښتل۔ كرنل ﴿ر﴾ اميرالله مروت ووئيل قائداعظم د نيمې وچې لويه هستي وه٬ كه قائداعظم محمد ع??ي جناح نه و نو زمونږ خوږ پاكستان به هم نه و۔ بايد مونږ د قائداعظم لارښونكي اصول عملي كړو او داسې پاكستان جوړ كړو چې د كوم خوب چې قائداعظم محمد ع??ي جناح ليدلې و۔ سناتور رحمان ملك ووئيل كه قائداعظم نه و نو پاكستان به نه و او مونږ به پاكستانيان نه وو۔ ده ووئېل پاكستان قائداعظم جوړ كړے۔ مونږ له د قائد په اص??لو عمل كولو سر?? پاكستان يو خوشحاله او مستحكم هېواد جوړول دي۔ د هغه وژن نظر انداز كولو سر?? مونږ د پاكستان د ترلاسه ك??لو مقصد ته نزدې نشو ورتللې٬۔ د مسلم ليګ ﴿ن﴾ د قامي اسمبلې غړي ثقلېن شاه بخاري ووئيل قائد د نيمې وچې مسلمانانو ته يو واضح فكر او سوچ وركړو۔ په خپلو هڅو ئې د نيمې وچې مسلمانانو ته يو پلېټ فارم وركړو۔ ده ووئېل هغه وخت په نړۍ كښې يواز ګاندهي د نيمې وچې لارښود ګڼل كېدو خو قائداعظم د خپل سوچ٬ فكر او فلسفې په نتيجه كښې خپل ځان په نړۍ ومنلو۔ د هغه نظريات او افكار نورو قامونو هم خوښ كړل۔ هغه علامه محمد اقبال٬ مولانا ظفر علي خان او نورو مسلمانانو سر?? يو ځائ د مسلمانانو د جلا وطن خوب پوره كړو۔ سناتور شبلي فراز ووئيل د قائداعظم د هڅو په نتيجه كښې د نيمې وچې مسلمانانو ته جلا وطن په نصيب شو۔ هغه پاكستان يو پروګرېسو ماډرېټ اسلامي رياست جوړول غوښتل۔ د كېډ دوهم وزير طارق فضل چوهدري ووئيل قائداعظم نه يوازې د نيمې وچې بلكې د نړۍ يو نامتو لو?? لارښود و۔ هغه يو جمهوري پاكستان غوښتو۔ ده ووئيل نن په پاكستان كښې د قائداعظم د نظرياتو بېرغ مسلم ليګ ﴿ن﴾ او د دغې ګوند قائد محمد نواز شريف هسك كړے۔