اسلام آباد 13 اکتوبر (اے پی پی) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئېلي دي هېواد كښې جمهوريت شته او سباؤن كښې به هم وي٬جمهوريت د يوې ورځې خبره نه بلكې دا مسلسل عمل دے چې پكښې ادارو ت?? د ??و بل معلومولو له وخت لګي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده تېره ورځ يو ټي وي چينل سره خپله مركه كښې كړی۔ده ووئيل د پخواني وزيراعظم نواز شريف نااهلۍ نه پس د اقتدار منتقل كېدو عمل اولس قبول كړی نه دې خو په سپيځلې ډول په هغې عمل شوې ٬ هم دغه د جمهوريت ګټه ده۔ده ووئيل ځينې وګړو ب?? د ??ارلماني غړو د تښتېدو په اړه ډنډورې كولې٬د هغوي په مخ څه پاتې شوو ځكه چې اوس هارس ټريډنګ د تېر وخت قصه ګرځېدلې او هم دغه د جمهوريت او جمهور?? نظام ګټه ده۔ده ووئيل د پاكستان اولس نواز شريف د پنځو كلونو لپاره وزيراعظم ټاكلې ؤ خو د نواز شريف د نااهلۍ نه پس يو بدلون ضرور راغلې كوم چې مونږ منلې۔ده ووئيل د پاكستان وزيراعظم په حېث زه به خپلې پالېسۍ مخ په وړاندې بوځم۔ديوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د قامي اسمبلۍ غړي كېپټن(ر)صفدر قامي اسمبلۍ كښې بيان د هغه ذاتي رائے ده نه ز?? د ??غې ذمه وار يم او نه زمونږ ګوند هغه ځكه چې د اسمبلۍ په فلور هغ?? د ??ومو خيالاتو څرګندونه كړی په هغې كښې هغه د ګوند نمائندګي نه ده كړی او نه يې په څه مسئله خبره كړې بلكې په پوائنټ آف آډر يې خبره كړی۔ ده ووئېل ز?? د ??ارلماني ګوند لارښود يم ځكه ز?? د ??غه سره پھ دې اړه خبره به هم كوم او دغه زما فرض هم دي۔ده ووئيل كومه هم داسې خبره چې په نتيجه كښې يې اشتعال پیدا كېږي او د وګړو پھ زړونو كښې خدشات راپیدا كېږي بايد ۖ مونږ د هغې څخ?? ډډه وكړو۔د يوې بلې پوښتنې په ځواب شاهد خاقان عباسي ووئيل كه زمونږ د معيشت د 2013 سره موازنه وكړی شي نو د نن معيشت زيات بهتر او مستحكم دے۔د پاكستان مسلم ليګ(ن)حكومت د هېواد معاشي استحكام له په زړه پورې هلې ځلې كوي د كومې چې مثبتې نتيجې رامخې ته شوي ۔ده ووئيل زه د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار د كاركردګۍ څخ?? مطمئن يم او هغه هم د معيشت استحكام له شپه او ورځ كار كړی چې په نتيجه كښې يې نن پھ نړيواله كچه اعتراف هم كېږي۔ده ووئيل پھ اسمبلۍ كښې اسحاق ډار څخ?? بل ښه د خزانې وزير نشته او نه مونږ ته كومې ادارې دا وئېلي چې مونږ د اسحاق ډار سره ډيل نه كوو٬دا ډول خبرې بې بنسټه دي۔د يوې بلې پوښتنې په ځواب ده ووئيل حسن او حسېن نواز له به هېواد ته د راتلل او د خپلې دفاع پريكړه په خپله كول وي۔ده ووئيل د اېل اېن جي د لوظ نامې د ګټې او زيان زه په خپله ذمه وار يم ځكه چې ما دغه هېواد ته راوړلي۔ده ووئيل د شېخ رشيد دا بد قسمتي ده چې زه هغه پیژنم ٬ده ووئېل په ما هغه كس تور لګولي د چا چې خپل لاسونه پاك نه دي۔د يوې بلې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د نن پاكستان د 2013 پاكستان څخ?? زيات بهتر دے٬په دې كښې هېڅ شك نشته چې اوس هم ډېر څه كول پاتې دي خو دا خبره ضروري ده چې په تېرو څلورو كلونو كښې تر ډېره حده ښه والې راغلې دے