اسلام آباد ۔ 19 مئی (اے پی پی) هېواد كښې د قحطي ملخانو په ضد آپرېشن كښې ځپليو سيمو كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال 8 زره اېكټره څخه په زياته زمكه سپرے وكړې شوه۔ د نېشنل ډیزاسټر مېنجمنټ اتھارټی وياند له مخې ګرد هېواد كښې 54 ضلعې د قحطي ملخانو بريد څخه ځپلې شوي كومو كښې چې د بلوچستان 28، د خېبرپختونخوا 10، د پنجاب 11 او د سندھ 5 ضلعې شاملې دي۔ په ځپليو سيمو كښې د س??وے او سپرے آپرېشن روان دے۔ د وياند له مخې بلوچستان كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال د 125 زره هېكټره زمكې س??وے او په 5 زره 100 اېكړه زمكه سپرے وكړې شوه۔ پنجاب كښې د 87 زره هېکټره س??وے او په 19 سو اېكړه سپرے شوې ۔دغسې خېبرپختونخوا كښې نزدې د 65 زره هېكټره س??وے او د 700 هېکټره زمكې ټریټمنټ وشو۔ په سندھ كښې تېره ورځ د 83 زره هېكټره زمكې س??وے او د 531 هېكټ??ه رقبې ټريټمنټ شوے دے ۔