لاهور 08 اپرېل (اے پي پي) او??س مشر ډاكټر عارف علوي دا باور ښكاره كړې چې حکومت، ادارې او اولس به په ګډه د كرونا وائرس ??و د دې په نتيجه كښې د رامخې ته صورتحال مخنيوي له هڅې كوي چې ??ه مخې به ئې مونږ د دې سخت وخت نه په وتلو كښې بريالي شو٬ قامونه د دغسې صورتحال څخه زده كړه كوي٬ كومه وباء چې رامخې ته شوې يو هېواد ئې مقابلې له چمتو نه دے٬ د صحت د څانګې٬ د طبي عملې ٬ پوليس٬ رېنجرز او د علماﺀ كرامو پشمو?? د ??ولو هڅې د ستائنې وړ دي۔ د شورو په ورځ لاهور يونيورسټي آف هېلت سائنسز كښې د ټېلي مېډيسن سروس پرانستې په موقع خپلو خبرو كښې او??س مشر د تحقيق په اړه د يونيورسټۍ نجي څانګې سره د شراكتدارۍ ستائنه وكړه۔ ده ووئيل ھغې تحقيق ته دې پاملرنه وكړې شي كوم چې ??وازې تر تصورات محدود نه وي بلكې په نريواله كچه ټولنې لپاره هم ګټور وي او د آمدن موقعې ورسره هم راپېدا شي ۔ ده ووئېل تحقیق لپاره دې شخصي او سركاري ادارې همكاري وكړي ځكه چې ??وهنتونونو سره د هر تحقيق ماركيټنګ لپاره وسائل كم وي۔ ده ووئيل په دې لړ كښې د مرسته كوٶنكو كمپنو او د مېرمنو چېمبر آف كامرس ?? مرستې هم ستائنه وكړه۔ ده ووئيل پوهنتون چې ??ه پنځه نيم سوه رنځورانو د داروګانو استعمالولو په حقله كوم تحقيق كوي دې څخه به د دې وباء مخنيوي له هم مرسته ترلاسه شي او رنځورانو ته به ترې هم ګټه ورسيږي ۔ ده ووئيل زه د ټېلي مېډيسن د پخواه راهسې معترف يم ۔ ده ووئېل د اته كالو راهسې كراچۍ كښې امن ټېلي هېلته خپل خدمات ترسره كوي او د فون د لارې په نړۍ كښې د بنيادي طبي آسانيو نظام په كاميابۍ سره كار كوي، د دې د كار دائره پراخه كېدې شي او پاكستان كښې هم په موجوده صورتحال كښې او د دې نه پس هم ترې استفاده كېدې شي۔ صدر پاكستان د پنجاب وزير اعلې او د پنجاب د حكومت د اقداماتو ستائنه كولو سره ووئيل څنګه چې ??ولې ادارې په ګده كار كوي ھغه د ستائنې وړ دي۔ده ووئيل د جوماتونو په دې صورتحال كښې كردار مهم دے٬ د ټېلي مېډيسن پشمول عام وګړو ته ريليف وركولو له اقدامات او د ريليف ټائيګر فورس ??وړول خوشبينه دي۔ په دې موقع د پنجاب ګورنر چوهدري محمد سرور هم موجود ٶ۔