اسلام آباد 25 فروری (اے پی پی)خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي په سيمه كښ?? امن او استحكام په هغه صورت راتللې شي كله چې د كشمير مسئله حل شي۔هند دا شخړه وخت سره سره زياته كړی۔اولس مشر ټرمپ هند ته وئېلي دي امن او استحكام ودې له لاس وړاندې كړئ۔د خارجه وزارت د اړخه جاري بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده د امريكې اولس مشر د هند دورې پھ حقله خپل بيان كښ?? كړې۔ده وو??يل د كشمير د اهميت څخه څوك انكار نشي كولې۔اولس مشر ټرمپ وئېلي دي په دې سيمه كښ?? امن او استحكام غواړو۔هغه په هند زور راوړو چې په سيمه كښ?? مثبت كردار ترسره كړئ او د امن او استحكام ودې لپاره لاس وړاندې كړئ۔خارجه وزير وو??يل سيمه كښ?? امن او استحكام لپاره د كشمير مسئلې حل كولو ته اړتيا ده۔ده وو??يل هند د 5 اګست اقداماتو سره د كشمير تشخص ځپلې او هغه يې پھ دوه برخو كښ?? وېشلې ٬ 206 ورځې وشوې چې په ك??مير كښ?? لاك ډاؤن روان دے۔په داسې حالاتو كښ?? خبرې څنګه مخ په وړاندې تللې شي۔ ده ووئېل اولس مشر ټرمپ باور راكړی چې پاكستان د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښ?? د امن شراكتدار دے۔پاكستان چې ترهه ګرۍ ته ماتې وركولو كښ?? كوم پیشرفت كړی هغه په نړۍ كښ?? يو مثال لرې او په افغانستان كښ?? د امن او استحكام په حقله هم د پاكستان كردار د ټولو په وړاندې دے۔ده و??يل هغه پاكستان كوم ته چې هند يوه مسئله وئېلې وه۔نن نړۍ هغه ته د يو حل په توګه ګوري۔سيمه كښ?? چې پاكستان كوم ك??دار ترسره كوي هغه په نړۍ كښ?? ستائېلې كېږي۔ده وو??يل زه باور لرم چې ټرمپ به د هند دورې پھ مهال د كشمير په مسئله خبره كړې وي۔اولس مشر ټرمپ د كشمير په مسئله تشويش لري۔خارجه وزير وو??يل ټرمپ ته معلومه ده چې دوه اتومي قوتونه يو بل ته مخامخ دي۔كه حالات خراب شي نو دې سره به ټوله نړۍ اوځپلې شي۔خارجه وزير وو??يل هند له به په خپله رويه او پالېسۍ نظرثاني كول وي۔د اولس مشر ټرمپ په هند كښ?? د پاكستان په اړه بيان غېر معمولي ؤ د هغې د اهميت څخه انكار نه شي كېدې۔ ده ووئېل اولس مشر ټرمپ د كركټ په مېدان كښ?? د هندتوانظرئي لرونكو د يو لويې ټولي په وړاندې دا بيان وركړی۔اولس مشر ټرمپ وئېلي دي امريكا د پاكستان سره ښې اړيكې لري٬كله چې زمونږ حكومت راغلو نو د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكې ښه نه وې۔په دې زه ټول قام٬پوځ او سياسي قيادت له مباركي وركوم