اسلام آباد 14 فروري(اے پي پي) و??یر??عظم عمران خان وئيلي دي د اوسني ح??وم?? كاميابه پاليسو په سوب د كرنټ اكاٶنټ خساره كمه شوې كومه چې د هېواد د معيشت استحكام څرګندوي٬ نړيوالې مالياتي ادارې هم دا تسليموي ٬ مونږ له به قامي شرح نمو كښې اضافې لپاره برآمدات زياتولو ته پام ګرځول وي۔ د جمعې په ورځ وزيراعظم هاٶس كښې د ميډيا استازو سره خپلو خبرو كښې وزيراعظم ووئيل د برېښنا او ګاز زياتې بيعې له امله د رامخې ته شوو مسئلو جاج لپاره به راتلونكۍ اوونۍ كښې غونډه كولې شي۔ وزيراعظم هېواد ته د پېښو معاشي مسئلو په وجوهاتو تفصيلي خبرې كولو سره ووئيل د اوسني صورتحال تاريخ په لسو كالو محيط دے كله چې د پيپلز ګوند او مسلم ليګ (ن) ح??وم??ونه په اقتدار كښې وٶ۔ ده ووئيل زمونږ د ح??وم?? وړومبۍ كال ډېر سخت ٶ ځكه چې هېواد كښې يوازې د دوو اوونيو لپاره د غېر ملكي زرمبادله پانګې موجود وې او د هېواد د ډيفالټ كېدو خطر ٶ٬ كه مونږ د لس اربه ډالرو د قرض قسط نه ؤ وركړې نو د بندېزونو او نورو مسئلو اندېښنه وه دغسې د ډالر بيعه 200 روپو ته د رسېدو سره سره د هر څيز بيعه به زياته شوې وه۔ و??یر??عظم ووئيل په دې نازك پړاؤ كښې سعودي عرب٬ يو اے اي او چين زمونږ مرسته كړې او د پاكستان د ډيفالټ كېدو خطر ؤ ٬ د تېرو ح??وم??ونو لخوا د برېښنا د نجي پېداوار كمپنو سره د لوظنامو حواله په حقله و??یر??عظم ووئيل د نوو لوظنامو له مخئ زمونږ ح??وم?? په پنخه سنټس ي??نټ ونډ انرژي ترلاسه كوي او پخوانو پېداواري كمپنو په 24 سنټس برېښنا وركوله۔ ده ووئيل ح??وم?? ګرځېنده قرض د 36 اربه نه 12 اربه ته رارسولې دغسې نن پاكستان كښې نړيوال ګاز د 15 كالو پخوانۍ لوظنامې په نسبت په نيمه بيعه ترلاسه كېږي۔ ده ووئېل په برآمدات آډانه صنعتونو لپاره په كمه بيعه برېښنا وركول ضروري دي۔ و??یر??عظم ووئيل په پرمختګ كوٶنكو او بې وسه هېوادنو كښې د غربت په وجوهاتو كښې كرپشن هم يو سبب دے په كوم چې په ترجيحي بنيادونو قابو موندلو ته اړتيا ده۔ په دې موقع ده ووئيل د چين ح??وم?? لخوا په وزارتي كچه د 450 كسانو په ضد د بدعنوانۍ په تورونو د كاروائۍ په حقله ده ووئيل تر څو ??ې پاكستان كښې د دې لعنت خاتمې لپاره د پوخ عزم سره كار نه وي شوې تر هغې هېواد پرمختګ نشي كولې۔ و??یر??عظم عمران خا?? د ??يډيا بنديزونو په اړه د پوښتنې په ځواب ووئيل زمونږ ح??وم?? دا ډول كومه اراده نه لري بلكې ما خپله پخواني اولس مشر پروېزمشرف ته په نجي توګه د نيوز چېنلز پرانستلو اجازې لپاره مشوره وركړې وه ٬ و??یر??عظم ووئيل زما ميډيا سره د اوږدې مودې واسطه ده٬ زما د چين وړومبۍ دورې نه وړاندې په دوو انګريزي ورځپاڼو كښې سرخۍ لګېدې وه چې زه په سي پېك نظر ثانۍ لپاره بېجنګ ته روان يم او دغسې د ملازمتونو په اړه هم زما خبر د سياق و سباق نه لرې وړاندې كړې شوے او په دوو مياشتو كښې د وړومبني صف د ورځپاڼو لخوا ما پورې 21 بې بنسټه خبرونه منسوب كړې شوي چې ورسره ح??وم?? او د پاكستان سپكاوې شوې۔ و??یر??عظم عمران خان ووئيل زمونږ په اقتدار كښې د راتللو نه پس هره څانګې لپاره په زړه پورې كار كړې چې ورسره د پاكستان په نړۍ كښې عزت زيات شوې او دا د ټولو او په خاص توګه د ميډيا ذمه واري ده چې ھغوي د قامي مفادات تحفظ لپاره ذمه وار كردار اولوبوي