پېښور 14 جنوري (اے ??ي پي) د خېبر پښتونخوا اعلٰې وزير محمود خان وئيلي دي د ټيکنالوجۍ د لارې حكومتي چارې ښه كولو لپاره هڅې كوٶ ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ په وزيراعلٰې دفتر كښې د ډيجيټ?? مانيټرنګ ډېش بورډ جوړولو په موقع دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل د صوبې نورې چارې به هم ډيجيټليزډ ??وٶ٬ د ډيجيټ?? مانيټرنګ ډېش بورډ د لارې اعلٰې وزير خپله د پرائس كنټرو?? مانيټرنګ٬ انسپېكشن رپورټس په وخت كتلې شي٬ پاکستان سيټيزن پورټل رپورټس٬ ګېلې او د محکمو د كاركردګۍ پشمول نورې چارې په امروزه بنياد د اپډېټس او رپورټس ډش بورډ محمود خان خپله مانيټر كولې شي٬ په دې وقع اعلٰې وزير آئي ټي لپاره خپل سلاحكار ضياء بنګش ته د صوبې ډيجيټليزډ ??ولو ټاسك وسپارلو