اسلام آباد 30 دسمبر (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم ش??ه محمود قرېشي په مشرۍ كښې د ګل په ورځ د په خارجه وزارت كښې بين الوزارتي غونډه وشوه۔ په غونډه كښې اطلاعات ??و خپرونو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاکټر فردوس عاشق اعوان، د سلامتيا ډويژن او د ستراتېژك پاليسۍ پلاننګ لپاره خاص مرستيال ډاکټر معيد يوسف، د ادارو اصلاحات لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال ډاکټر عشرت حسېن، خارجه سېكتر سهېل محمود او د خارجه وزارتِ لوړ پورو ګډون وكړو۔ د غونډې په مهال د مظلومانو كشميريانو وروڼو غږ ګردې نړۍ ته د وړاندې كولو او په مهمو خارجه چارو او د پاكستان نكته نظر رامخې ته كولو په اړه د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې خارجه وزير شاه محمود قرېشي ووئيل په مقبوضه جمو و كشمير كښې اتيا لكهه بې ګناه انسانان د 5م اګست راهسې بدترينې كرفيو سره مخ دي او د مواصلاتي بلېك آٶټ او نورو بندېزونو د لارې د هغوي غږ هم غلې كړې شوې ۔ ده ووئيل پاکستان د خپلو مظلومانو كشميريانو وروڼو غږ ګردې نړۍ ته د رسولو عزم لري٬ په كشميريانو كېدونكې ظلمونو د ملګرو ملتونو او سلامتي كونسل پشمول د نړۍ هر فورم ته رسولو لپاره به هر ډول ممكنه ګامونه پورته كولې شي۔ ده ووئيل نن نړ??وا??ه ميډيا په مقبوضه کشمير كښې د بشري حقونو سنګينې خلاف ورزۍ رامخې ته كوي او نړ??وا??ې ورورولۍ او د بشري حقونو تنظيمونو ته د سوچ كولو بلنه وركوي۔ په غونډه كښې انسټيټيوټ آف ريجنل اسټډيز بيا د سره فعالولو او د نړ??وا?? نوعيت تحقيق ته وده