اسلام آباد 23 دسمبر(اے پی پی) خارج?? وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئېلي دي چې نړيوال انډېكس په كال 2020 كښې ر??صتي تېرولو لپاره د 20 غوره هېوادونو لسټ جاري كړې چې پكښې پاكستان ټوله نړۍ كښې ر??صتي تېرولو لپاره تر ټولو ښه هېواد ګرځولې شوې۔د ګل په ورځ په خپل يو بيان كښې خارج?? وزير شاه محمود قرېشي په نړيواله درجه بندۍ كښې د پاكستان په دې كاميابۍ قوم ته مباركي وركړې۔ده ووئيل چې د لوے څښتن په فضل او كرم په دې جاري شوي لسټ كښې پاكستان په ټوله نړۍ كښې ر??صتي تېرولو لپاره تر ټولو غوره هېواد ګرځولې شوې۔ده ووئيل چې په دې لسټ كښې د پاكستان نوم په اول راتلل د نړيوالې ټولنې لخوا د پاكستان په مثبتو پالېسو د عتماد څرګندونه ده۔ده ووئيل چې نن كه يو خوا د هندوستان د جارخانه او د امن دښمن پالېسو په سبب ټريول اېډوائزري جاري كېږي نو بل خوا پاكستان وزټ لپاره تر ټولو غوره ځاې ګرځولې كېږي۔ده ووئيل چې نن زمونږ امنيتي ځواكونه٬قانون نافذ كونكې ادارې او ټول قام د مباركۍ حقدار دي كومو چې دا پاكه خاوره د ترهه ګرۍ ن?? پاكولو لپاره خپل ځانونه قربان كړي