اسلام آباد ۔ 16 اکتوبر (اے پی پی) د پارلماني چارو دوهم وزير علي محمد خان وئيلي دي د جمهوري حكومت بلېك مېل كولو كومه هم هڅه به اونه زغملې ??ي۔ هېواد كښې د بې پرې احتساب په لاره كښې خنډان رامخې ته كوؤنكي وګړي به مايو??ۍ سره مخ شي۔ د شورؤ په ورځ يو نجي نيوز چېنل سره خبرو كښې ده په مخالفه ډله ټكونه وكړل او د جمعيت ??لم??ﺀ اسلام (ف) مشر ته ئې خبردارې وركولو كښې ووئيل د هغه د بلېك مېل كولو پالېسۍ نتيجې به ډې??ې خطرناكې وي۔ ده ووئيل وزیراعظم د كشمير مسئله په نړيواله كچه رامخې ته كړه او د مسلمانانو په ضد ئې هندي ظلم او زياتې په ډاګه كړو۔ ده ووئيل د پاكستان مسلم ليګ ن او پاكستان پيپلز ګوند سياست كومه نظريه نه لري۔ دوي د څو لسيزو څخه حكومت كړې او اولس له ئې هېڅ نه دي كړې بلكې په اولس ئې د قرض بوج اچولې۔ ده ووئي?? د ??مران خان په مخلص قيادت كښې د پاكستان تحريك انصاف حكومت د ټولو كرپټ عناصرو بې پرې احتساب كولو له لوظي دے۔ ده ووئي?? د ??ے یو آئی (ف) مشر مولانا فضل الرحمان تش د نامې مارچ د كشميريانو آزادۍ له نه بلكې د قامي خزانې لوټ كوؤنكو ملاتړ له دے۔ ده ووئي?? د ??مران خان اولنۍ ترجيح هېواد كښی بدعنواني ختمول او سپېځلي جمهوريت ته وده وركول دي۔ علی محمد خبردارې وركړو چې حكومت به چا سره هم سمجهوته نه كوي څوك هم چې د رياست عملداري چېلنج كوي يا قانون پخپلو لاسو كښې اخلي نو رعايت به ورسره نه كېږي۔