اسلام آباد 15 اکتوبر (اے پي پي)وزيراعظم عم??ان خان په منطقه كښې د امن او سلامتيا ودې په لړ كښې(نن)د نهې پھ ورځ د سعودي عرب دوره كوي۔د خارجه دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم عم??ان خان به د سعودي عرب دورې په مهال د سعودي مشرتابه سره د خپلې اوسنۍ اي??ان دورې او اي??ان مشرتابه سره د مشاورت پھ رڼا كښې هم خبرې اترې كوي۔ ددې نه علاوه د دواړو هېوادونو ترمينځه په اړيكو او د منطقې په روانه وضعه هم بحث كولې شي۔ د پاكستان او سعودي عرب ترمينځه د شريك باور٬همغږۍ او نزدې مرستې په بنياد د ورورولۍ اړيكې دي۔ دواړه هېوادونه په روايتي توګه د يو بل د دريځ حامي دي۔ د وزيراعظم عم??ان خان د يو كال په مهال دا د سعودي عرب درېمه دوره ده۔ دې څخه وړاندې وزيراعظم عم??ان خان د مئي او ستمبر په مياشت كښې هم د سعودي عرب دوره كړی وه او د سعودي ولي عهد د فرورۍ په مياشت كښې د پاكستان دوره كړی وه