كراچې 28 ستمبر (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي چې شمسي توان د ارزان توان ترلاسه كولو ذريعه ده٬ بايد په پاكستان كښې په ځائي كچه د سولر پېنل جوړولو لړې پېل شي٬ ??اكستان د نړۍ پنځم لوي هېواد دے٬ مونږ ته به خپل بچي د نړيوالې تودوخې د خطرو په اړه خبرول وي٬ ??اكستان په نړۍ د خېرات وركوونكو هېواد د لسټ په سر كښې دے۔ د خالي په ورځ په كراچې كښې ??وې دستورې ته د وې??ا كولو په مهال اولس مشر ووئيل چې په شمسي توان د لس زره كورونو روښانه كولو د اقدام هركلې كوو۔ دا د خېر كار دے۔ لوي څښتن دې چې چا له پراخه رزق وركوي٬ ??غه پكښې خېرات كوين او هم دا خېرات اصل ورثه ده۔ ده ووئيل چې په خېرات كولو كښې د كراچې ښار په پاكستان كښې سبقت لرونكې ښار دے او د كراچې خلق په ټولو سبقت لرونكي خلق جوړ شوي دي۔ ده ووئيل چې رياست خپلې ذمه وارې پوره نه كړې شوې ځكه د خليج زيات شو او په وجه ئې د اېدهي په شان خلق رامخې ته شول او د سېلاني پشان ټرسټ جوړ شول۔ اولس مشر ووئيل چې پاكستان قوم يو حساس قوم دے او په دې كښې ډېره زياته جذبه ده۔ ده ووئيل چې شمسي توان د ارزان توان ترلاسه كولو ذريعه ده٬ بايد په پاكستان كښې په ځائي كچه د سولر پېنل جوړولو لړې پېل شي٬ ??اكستان د نړۍ پنځم لوي هېواد دے٬ مونږ ته به خپل بچي د نړيوالې تودوخې د خطرو په اړه خبرول وي۔﴿