ملتان 25 اګست (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي چې د مقبوضه كشمير صو??تحال د انساني الميې داسې صو??تحال اختيار كړے چې كه نړۍ كشمير ته پام ونه كړو نو دا به مجرمانه غفلت وي۔ د اتوار په ورځ په ملتان كښې مېډيا سره په خبرو كښې خارجه وزير ووئيل چې هند د ظلمونو انتها كړې٬ د بشري حقونو څخه سرغړونې كېږي او په خلقو بې پنا ظلمونه كېږي۔ ده ووئيل چې د دې صو??تحال جاج اخستلو لپاره تېره ورځ د هند د پارلمان غړي كشمير ته لاړل خو دوي سره چې كوم سلوك وكړے شو ټولې نړۍ وكتلو۔ هغه د هوائي اډې نه ستانه كړې ??ول۔ مونږ د ملګرو ملتون?? د ??شري حقونو كشمنر او عمومي سېكتر سره تماس ونيولو چې د دې صو??تحال نوټس واخلي۔ ده ووئيل چې په مقبوضه كشمير كښې په 20 ورځ هم شپه او ورځ كرفيو ده٬ ماشومان د لوږې نه مري٬ خوراك ختم شوے٬ ??اروګان نشته٬ مسلمانان د اختر د لمونځ كولو او د قربانې اجازه نه لري۔ په داسې صو??تحال كښې د هند سېكولر څېره نړۍ وكتله۔ ده ووئيل چې بايد د اسلامي مرستې تنظيم هم په دې معامله كښې خپل كردار ترسره كړي۔ ده ووئيل چې هند د آر اېس اېس غنډه ګان كشمير ته راولي چې دغسې د دوي عزائم پوره كړې ??ي۔