اسلام آباد 10 اګست (اے پي پي) د وز??را??ظم د قومي روغتيا خاص مرستيال ډاكټر ظفر مرزا او د وز??را??ظم د سمندر پورې پاكستانيانو خاص مرستيال سيد ذوالفقار عباس بخاري وئيلي دي چې وز??را??ظم عمران خان د هېواد عام او د ټولنې د ځپلې طبقې پشمول متوسط طبقې لپاره درد لرونكې زړه لري٬ هم دا وجه ده چې د ځينې ستونزو سره هم د احساس پروګرام پېل كړے شو۔ د صحت سهولت پروګرام د هېواد په 43 ضلعو كښې روان دے٬ وز??را??ظم عمران خان د تهرپاركر او قبائيلي ضلعو هرې يوې كورنۍ ته د صحت كارډ وركولو هدايت كړے۔ دب خالي په ورځ خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال دوي ووئيل چې د بهر مېشته پاكستانيانو كورنيو لپاره د علاج غوره اسانيې وركولو لپاره يو خاص پروګرام جوړ كړے شوے چې له مخې به ??ې دې كورنيو ته هېلتھـ انشورنس وركولې شي٬ د?? پروګرام نويو تلونكو پاكستانيانو لپاره دې خو د وړاندې نه موجود پاكستانيان هم پريميم ادا كولو سره د دې نه استفاده كولې شي۔