اسلام آباد ۔ 01 مئی (اے پی پی) د پاك هوائي ځواك مشر ايئرچيف مارشل مجاهد انور خان وئيلي دي د روان كا?? 2019ﺀ فرورۍ مياشت كښې د هندي جارحيت په ځواب كښې د پاكستاني هوائي ځواك ردعمل به تاريخ كښې د ”آپرېشن سوفټ ری ټارټ” نامې سره ياد ساتلې شي۔ ده ددې خيالاتو څرګندونه د شورؤ په ورځ پی اے اېف هېډ ک??ار??رز كښې 264 م ايئرسټاف پریزېنټېشن دستورې ته خط??ب كښې وكړه۔ د پرېس ریلیز ترمخه ائرچیف ووئيل مونږ ډېرې عاجزۍ سره دا وايو چې لوئے څښتن مونږ ته د پاك هند ترمينځھ د تاؤ تريخوالي وضعې په مهال د هندي جارحيت مؤثره ځواب وركولو موقعه راكړه او مونږ د اولس هيلې ترسره كړې شوې۔ ده ووئيل د پی اے اېف سوفټ ردعمل زمونږ د صلاحيتونو او قابليتونو عملي څرګندونه ده چې مونږ كو?? هم صورتحال كښې د غوره مقابلې كو??و عزم لرو او دې له چمتو يؤ۔ ده د امتحان په ګړۍ كښې په فارورډ آپرېټنګ بېسز د تعینات عملې مضبوط عزم ٬ صبر او حوصلې ته سلام وړاندې كړو۔ د پاك پوځ مشر ددې عزم پخلې وكړو چې د دښمن لخوا د كو?? هم جارحيت په صورت كښې به زمونږ ځواب د وړاندې نه زيات سخت وي۔ ده په بېلو څانګو كښې د غوره كاركردګۍ څرګندونه كوؤنكو ته انعامونه هم وركړل۔ په دې مهال ”ټرېننګ اېنډ فلائیټ سېفټی” كښې په غوره كاركردګۍ پی اے اېف بېس شهباز او پی اے اېف بېس مصحف ته د ” سټرانګ مېن” ټرافۍ اعزاز وركړې شو۔ د ګراؤنډ سېفټی ټرافي پی اے اېف بېس پېښور ته وركړې شوه۔ دا خبره دې ياده وي چې پاك فضائيه هر درې مياشت وروستو خپل استعداد لا ښه كو??و او د آپرېشنل تياريانو جاج اخستلو له خاص پروګرامونه كو??۔