اسلام آباد ۔ 09 مارچ(اے پی پی) د خ??ان?? وفاقي وزير اسد عمر د فنانشل اېکشن ټاسک فورس(اېف اے ټی اېف) صدر مارشل بېلنګسلیا څخه غوښتنه كړې ده چې د اېف اے ټي اېف سپېځلو ٬ بې پرې او د مقصدي جا?? عمل باوري كولو له دې د هند په ځائې د اېف اے ټي اے اېف كوم بل غړې دې د ایشیاء۔بحرالکاهل د ګډې ګروپ مرستياله مشر غوره كړې شي۔ د خ??ان?? وزير د اېف اے ټي اېف صدر په نامه خپل خط كښې ليكلي چې د هند پاكستان سره دښمني چ??نه پټه نه ده او د هند لخوا د پاكستان د فضائي حدونو خلاف ورزي او د پاكستان د حد دننه د بم غورځولو جا??ح??نه ګام ددې ښكاره ثبوت دې۔ ده ووئيل زه باور لرم چې د آئی سی آر جی عمل كښې د هند شاملېدل به پاكستان لپاره غېر منصف??نه وي۔ ده په مارشل بېلنګسلیا زور راوړو چې هغه دې د اېف اے ټی اېف اېکشن پلان سره اړوند د پاكستان پېشرفت په لړ كښې بې پرې جا?? باوري كولو له د هند په ځائې د ګډې ډلې مرستياله مشر كوم بل هېواد غوره كړي۔ ده ووئيل د آئي سي آر جي او اېف اے ټي اېف په غونډو كښې دې دا خبره باوري كړې شي چې هند دې دا پلېټ فارم د پاكستان په ضد سياسي مقصدونو لپاره نه كاروي