پېښور 15 فروری (اے پی پی) وزیرا??ظم عمران خان وئيلي دي قبائلي ضلعو څخه د غريبۍ ختمول او پرمختګ ته حكومت تر ټولو اول پام لرنه كوي ۔ صحت انصاف كارډز به د بې وزله كورنيودرملنې له لويه مرسته وي۔ د بې وزلۍ كمولو له به يو بل لوئې پروګرام روانه مياشت اعلانولې شي۔ د سخت وخت څخه تر يو حده وتلې يوو۔ د سعودي ولي عهد په مشرۍ كښې د لوئې پلاوي دورې سره به هېواد ته سرمايه كاري راشي۔ ده د جمعې په ورځ خېبر پختونخوا كښې د ضم شوو قبائلي ضلعو اولس لپاره د صحت انصاف كارډز جاري كولو دستورې ته خطاب كولو۔ ده وو??يل زه په دې ډېر خوشحاله يم چې قبائلي اولس سره مې كړې يو لوظ نن تر سره كړو ۔ وزیرا??ظم ووئيل مونږ پرېكړه كړې وه چې د دې هېواد د وروستو پاتې طبقو لپاره چې څه هم كوو نو پېل به ئې قبائلي سيمو څخه كوو۔ مونږ د اولس ښه والي له ډېر پروګرامونه راوړو۔ هېلت كارډ د دغې پروګرامونو يوه برخه ده كومه چې د بې وزله كورنيو لپاره يو لوئې نعمت دے۔ وزیرا??ظم ووئيل د هېلت كارډ د لارې به هرې كورنۍ له تر 7 لکھ 20 زره روپو د درملنو آساني ترلاسه شي۔ ده وو??يل د قبائلي سيمو وګړو په ژوند كښې ښه والي راوستلو له نن يوه غونډه شوې ۔ ده وو??يل مونږ د قبائلي خلقو مرستې كولو منصوبه لرو۔ د سعودي عربستان ولي عهد د پاكستان دورې په اړه ده وو??يل دې ??ره هېواد كښې د لويې سرمايه كارۍ امكان دے۔ وزيرا??ظم وو??يل د روغتيا وفاقي وزير له مباركي وركوم چا چې قبائلي اولس سره كړې خپله وعده ترسره كړې ۔ ده وو??يل د قبائلي سيمو اولس د مشكلات احساس تر ټولو زيات تحريك انصاف لرې۔ وزیرا??ظم وو??يل زه ځكه د عملياتو په حق كښې نه ووم چې د دې په نتيجه كښې تر ټولو زيات ځايي اولس ځپلې كېږي۔ ده وو??يل زمونږ به هڅه وي چې كومو ستونزو سره د قبائلي سيمو وګړي مخ شول هغه لرې كړې شي۔ په دې مهال وزيرا??ظم د قبائلي ضلعو په مستح??و كسانو د صحت كارډونه تقيسم كړل۔ دې څخه وړاندې ?? نېشنل هېلت وفاقي سېكتر زاهد سعید خېبر پختونخوا كښې د ضم شوو قبائلي ضلعو مستحقينو لپاره د صحت كارډز آسانۍ په اړه وو??يل د وزیرا??ظم په هدايت د دې ??يمو وګړو له د صحت كارډز شرطونه نرم كړې شوي او د دې ??يمې ټولې كورنۍ به دې څخه استفاده كوي۔ ده وو??يل دې پروګرام څخه به د 10 لكه نه زياتې كورنۍ ګټه پورته كړي۔ په دې ??رې كلنه پروګرام به نزدې 55 اربه روپۍ مصرف كولې شي۔ ده وو??يل د دې كارډ لرونكو له به روغتون څخه ډسچارج كېدو نه وروستو تر 58 ورځو وېړيا داروګان او زر روپۍ نغدې كرايې لپاره وركولې شي۔ په دې مهال د خېبر پختونخوا ګورنر ٬ اعلی وزير ٬ وزيران ٬ سناتوران او د پارلماني غړو په شمول نور نوموړي شخصيات هم موجود