اسلام آباد ۔ 15 جنوری (اے پی پی) د پټروليم وفاقي وزير غلام سرور خان وئيلي دي د مافيا په ضد زمونږ ښكاره جنګ روان دے۔ د دوئي تعلق چې د كومې هم طبقې سره ولې نه وي۔ مونږ عامو وګړو ته ريليف وركول غواړو۔ په درېو مياشتو كښې مو د ډيزل بيعه نه زياتولو سره اولس ته ريليف وركړې۔ خپله يوه مركه كښې ده ووئيل د فرنس آئل په درآمد بندېز لګولې شوې ۔ ده ووئيل د تېر حكومت د ناوړه پالېسۍ لامله سوئي ن??ردرن كښې د ګاز غلا (یو اېف جی) په مد كښې د 11 فيصده حساب سره د 22 اربه روپو او سوئي سدرن كښې د 13 فيصده په حساب سره د 26 اربه روپو خساره شوې۔ كومه چې تېرو 5 كلونو كښې هر كال يو فيصد زياتېده۔ ده ووئېل هم دغه سوب دے چې دواړه كمپنۍ د 154 اربه روپو خسارې سره مخ شوي چې نېغ په نېغه ئې اغېز د ګاز په بيعه د زياتوالي په صورت رامخې ته شو۔ ولې اوس دې ??مپنيو ته د ګاز غلا په مد كښې د كل په سر د يو فيصد كمي كولو ټارګټ وركړې شوې او د دې ??دف ترلاسه كولو له به دوئي ته د ځائي پوليس مرسته هم ترلاسه وي۔ ده ووئېل په دې ??ړ كښې د صوبائي ح??ومتونو په مرسته به هره منطقه كښې يو پوليس سټېشن جوړولې شي كوم به چې د ګاز غلا مخنيوي او دې جرم كښې د ككړو په ضد كارروائي كولو له مرسته كوي۔ غلام سرور خان ووئيل د اوبو ستونزې په لړ كښې پخواني ح??ومت په خپل دور كښې د وړاندې ??ېدونكي التواﺀ تحريك په قصد سره يو اړخ ته كړې وو ولې موجوده حكومت به په قامي چارو د مخالفې ??لې ټكونه خوشحالۍ سره قبلوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل خېبرپختونخوا او بلوچستان ته به سوئيلي ن??ردرن ګاز او د سوئي ن??ردرن ګاز كمپنۍ بورډ كښې نمائندګي وركولې شي۔ خپلې وړې صوبې به د دوئي ح??ونو څخه محرومه نه ساتلې شي۔ وفاقی وزیر ووئيل پخواني ح??ومت په تېرو 5 كلونو كښې كوم نوې بډنګ نه دې ??ړې۔ مونږ 10 بلاكس اوپن بډنګ ته اېښودي دغسې چې هېواد كښې د ګاز طلب ترسره كړې شي