د ستر روحاني ??ارښود حضرت شاه ركن ا??دين عالم د عرس دستورې پېل شوې۔
ملتان ۔12 جنوری (اے پی پی) د ستر روحاني ??ارښود حضرت شاه ركن ا??دين عالم 705 م درې ورځنې عرس د خالي په ورځ سحر ملتان كښې پېل شو۔ ګده نشين مخدوم شاہ محمود قرېشی په روايتي توګه مزار ته غسل وركولو سره د عرس د دستورو پرانسته وكړه۔ په دې مهال امنيت ټينګ كړې شوې وو۔ د پرانستې دستورې ته خپل خطاب كښې شاه محمود قرېشي ټولنه كښې زغم او ورورولۍ ته د ودې وركولو په حاجت زور راوړو۔ ده عرس كښې ګډون كوؤنكو ته هدايت وكړو چې هغوي دې د عظيم صوفي بزرګ په قدم قدم اېښودلو سره د ټولنې ښېګړې له خپل كردار ترسره كړي۔ ده ووئيل د ديني بزرګانو په تعليماتو عمل كولو سره ټولنه د امن ا?? مينې مركز جوړېدې شي۔ صوفیاء کرامو د زغم او ورورولۍ درس وركړې۔ اولس ته مزارونو څخه روحاني سكون ترلاسه كېږي۔ ده ووئيل كه مو??ږ ترقي كول غواړو نو مو??ږ له د حضرت شاه ركن عالم په تعليماتو عمل كول وي۔ ده په دې مهال د هېواد پرمختګ او سوكالۍ له دعا هم وكړه۔ د پرانستې دستورې ته د مسلم انسټي ټيوټ اسلام آباد چيئرمېن صاحبزاده سلطان احمد علي ٬ د مذهبي چارو پخواني ??زير حامد سعيد كاظمي او د دربار كوټ مټھن ګده نشين خواجه معين ا??دين محبوب هم خطاب وكړو