اسلام آباد 20 دسمبر (اے پی پی) د تعليم وفاقي وزير شفقت محمود وئيلي دي هېواد كښې د خواندګۍ شرح زياتېدو په ځاې كمېږي چې د پرمختګ په لاره كښې تر ټولو لويې خنډ دے٬ په دې چېلنج قابو موندلو لپاره په بيړنو بنيادونو كار كولو ته اړتيا ده٬حكومت په دې لړ كښې په يوه كوټلي منصوبه كار كوي۔ده دا خبره نړيوال اسلامي پوهنتون كښې د پاكستان او پاكستانيت په سرخط ??ېم??نار ته خپل خطاب كښې وكړه۔د ??ېم??نار اهتمام نړيوال پوهنتون او سنټر فار ګلوبل اينډ ستراتېژېك سټډيز په ګډه كړې و۔??ېم??نار ته د پوهنتون ريكټر ډاكټر معصوم ياسين ز??ي او نورو هم خطاب وكړو۔وفاقي وزير په خپل خطاب كښې ووئيل ناانصافي د پاكستانيت جذبه كمزورې كوي د كومې تر ټولو لويې سبب چې دوه مخيز نظام تعليم دے٬ چې له امله يې زياتره وګړي د پرمختګ موقعو څخه محروم پاتې شوي او يوه وړه طبقه په قامي وسائلو قبضه كولو سره ناانصافۍ ته وده وركوي۔ده ووئيل په آبادۍ كښې په تندۍ سره زياتوالې د خواندګۍ په ش??ح كښې د كمي سبب ګرځي۔وفاقي وزير ووئيل ي??ازې په پاكستان كښې نه بلكې په ټوله سيمه كښې امن او استحكام غواړو٬مونږ د هند سره د مسئلو حل٬ملګرتيا او په افغانستان كښې استحكام غواړو۔ده ووئيل په مقبوضه كشمير كښې په كشميري اولس ظلم كېږي كوم چې زمونږ لپاره د يو چېلنج حېثيت لري۔??ېم??نار ته د سي جي اېس اېس مشر جنرل(ر)ظهيرالسلام٬د ټېكس محتسب چوهدري عبدالروف او د ??طل??عات پخواني وفاقي سېكتر اشفاق احمد ګوندل هم خطاب وكړو۔