اسلام آباد 25 ستمبر (اے پي پي) د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې د 73مې غونډې كلن عمومي بحث د نهې په ورځ په نيويارك ??ښې پېل شو۔ خارجه وزير شاه محمود قريشي په غونډه كښ?? د پاكستاني پلاوي مشري كوي۔ خارجه وزير شاه محمود قريشي به د خالي په ورځ د عمومي اسمبلۍ غونډې ته وېنا كوي۔ د عمومي بحث په وړومبې ورځ به د شپږدېرش هېوادونو او حكومتونو مشران د عمومي اسمبلۍ غونډې ته وېنا كوي۔ په دې كښ?? د امريكې٬ برازيل٬ اېكواډور٬ تركيې٬ فرانس او د نائجېريا اولس مشران٬ د اردن با??ا٬ د اېران ستر لارښود او د برتانيې وزيراعظمه شامل دي