اسلام آباد 14 اګست (اے پي پي) د تحريك انصاف لخوا د سپيكر چوكې لپاره نومول شوي كانديد اس?? قېصر په مشرې كښې پلاوي د جي ډي اے مشرانو سره ملاقات وكړو٬ پلاوي د سپيكر او دوهم سپيكر چوكې لپاره په ټاكنو كښې د مرستې كولو خواست وكړو۔ د نهې په ورځ د تحريك انصاف غړو اس?? قېصر٬ قاسم سوري٬ فرخ حبيب او رياض فتيانه په پارلمنټ لاجز كښې د جي ډي اے د قومي اسمبلۍ غړو ډاكټر فهميده مرزا او غوث بخش مهر سره ملاقات وكړو او دوي ته ئې د سپيكر او دوهم سپيكر په ټاكنه كښې د مرستې كولو خواست وكړو۔ د ملاقات نه پس خبريالانو سره په خبرو كښې اس?? قېصر ووئيل چې پاكستان يو شمېر چېلنجونو سره مخ دے٬ مونږ دا چېلنجونه په موقعو كښې بدلول غواړو۔ ده و??ئيل چې د جي ډي اے لخوا په ملاتړ كولو ??نن?? كوم۔ ده و??ئيل چې زمونږ د اسمبلۍ غړو سره د تماس نيول كېدو اطلاعات د??٬ خو باور لرم چې زمونږ غړي به د ضمير سودا ونه كړي۔ مونږ خورشيد شاه ته هم د ملاتړ كولو خواست ك??ے٬ بايد د يو بل د مېنډېټ احترام وكړ ے شي۔ د جي ډي اے مشر عوث بخش مهر ووئيل چې مونږ به د تحريك انصاف ملاتړ كوو۔