آباد 03 مئي (اے پي پي) اطلاعات٬خپرونو او قامي تاريخ وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئېلي دي د صحافت آزادي د چا د خوښې سره تعلق نه لري٬دا د ټولو جديدو ټولنو بنياد دے د كومې نه غېر چې هغوي كار نه شي كولې٬نن يو پلو مونږ د صحافت د آزادۍ ورځ لمانځو بل اړخ ته د صحافت آزادي د قدعنونو سره مخ ده٬په كوم هېواد كښې چې خپلواكه مېډيا د سنسر شپ پلو روانه وي او خپلواكه مېډيا آزاده نه وي هغه ډېره افسوس ناكه ده۔دې د زيارت په و??ځ د صحافت آزادۍ ورځ په موقع په خپل بيان ??ښې ووئيل د صحافت د آزادۍ په وړاندې اوسني چېلنجونه او خطرې بې شمېره دي٬څه د بنيادي اډا??ې په توګه٬څه د ذاتي يا ادارې او څه تغيراتي (??ار??ي) دي۔د دې ټولو مسائلو او خطرو مقابلې له جمهوري قوتونو٬د ټولنې او د مېډيا د استازو او تنظيمونو همكاري ضروري ده۔دې ووئيل يوازې په ګډه هلو ځلو د صحافت آزادۍ دښمنانو له ماتې وركړی كېدې شي