ګوادر 29 جنوری (اے پي پي) وزیراعظم شاهد خاقان عباسی د ګوادر فری زون د وړومبي فیز پرانسته وكړه كومه چې د پاك چین اقتصادی راهدارۍ مهمه پروژه ده?? وزیراعظم د فری زون پرانسته د يوې خاص دس??ورې په مهال وكړه كومه چې د ګل په ورځ ګوادر پورټ سټی كښې وشوه۔ دس??وره كښې د چین حکومت او سيمه ايزو رياستونو نمائندګانو هم ګډون وكړو۔ په دس??وره كښې وفاقي وزيرانو احسن اقبال، میر حاصل بزنجو، مریم اورنګزیب، د بلوچستان وزیر اعلیٰ، د آزاد کشمیر اولس مشر ، د جوائنټ چیفس آف سټاف کمېټۍ چیئرمېن ، د چائنه اوورسیز پورټ هولډنګ کمپنۍ چیئرمین ، د ګوادر پورټ اتھارټۍ چيئرمېن ، پاکستان كښې د چین سفیر، د پاکستان او چین 93 لويو کمپنیو نمائندګانو او سرمایه کارو ګډون وكړو?? وزیراعظ?? د ??وائنټ چیفس آف سټاف کمېټۍ چیئرمېن ، د آزاد کشمیر اولس مشر او نورو سره په شريكه بټن وهلو سره د يو لوئې بینر مخ كتنه وكړه كومه چې د اقتصادی فری زون په مرکزی دروازه لګولې شوې وه۔ په دې موقع د پاکستان او چین وګړې هم موجود ؤ كومو چې د دې تاریخ?? ایونټ مشاهدہ وكړه?? وزیراعظم د ګوادر ایکسپو 2018ء او دوه ورځني کنفرنس او نندارتون پرانسته هم وكړه?? وزیراعظم د فری زون بيلو برخو ، بزنس سېنټر او ایګزیبېشن هال دورہ وكړه چرته چې د بيلا بيلو کمپنیو 100 څخه زيات سټالونه لګولې شوې ؤ۔ په 60 ایکړه مشتمل فری زون د چائنه اوورسیز پورټ ولډنګ کمپنی چلوي۔ بزنس سینټر كښې به ام??ګرېشن، کسټمز، ویزا آپریشن او پورټ کلیئرنس اسانۍ د ون ونډو آپریشن د لارې وركولې شي۔ فری زون كښې به بانډډ لاجسټکس لپاره د ټیکس څخه استثنیٰ پالیسی خپلولې شي۔