اسلام آباد 25 نومبر (اے پي پي) د مذهبي چارو او د مذهبونو د همغږې دوهم وزير پير ام??ن الحسنات شاه وئيلي دي چې په فېض آباد كښې د مظاهرچيانو په ضد عمليات د مذاكراتو د لارې د معاملې په سوله ??يز ډول د حل كولو د هڅو ناكامې نه پس پېل كړې شوي۔ نجي ټي وي چېنل سره په خبرو كښې دوهم وزير ووئي?? چې حكومت د تحريك لبيك يارسول الله ګوند سره د مذاكراتو بشپړه هڅې وكړې خو د مظاهرچيانو د ضد له ام??ه مونږ كامياب نه شو۔ ده ووئي?? چې حكومت شل ورځې د زغم نه كار اخيستې او هڅې ئې كړې دي چې معامله په ښه ډول حل كړې شي خو له ??ده مرغه د يو مذهبي ګوند مظاهرچيانو مثبت ځواب ورنه كړو۔ ده ووئي?? چې د پېن??ې او اسلام آباد د لكونو په شمېر وګړي د لارو بندېدو له ام??ه ستونزو سره مخ وو۔ عدالتونو هم د دهرنې ختمولو احكامات جاري كړي وو٬ حكومت مظاهرچيانو ته يو شمېر تجويزونه وركړل خو هغوي قبول نه كړل تر دې چې مظاهرچيانو د عدالت د امر منلو نه هم انكار وكړو۔ ده مظاهرچيانو ته خواست وكړو چې هغوي دې د سكاري او نجي ام??اكو ته د زيان رسولو نه ډډه وكړي۔