اسلام آباد 02 اکتوبر(اے پی پی)د د اطلاعاتو خپرونو دوهمې وزيرې مريم اورنګزيب وئيلي دې په پارلمان بريد كوٶنكے قانون سازۍ٬ انتخابي اصلاحاتو او د آئين او قانون سرلوړۍ سره هېڅ تعلق نه لري٬ د عمران په ذهني حالت نن هم تشويش شوې٬ د پاكستان آئيني ادارې متنازعه جوړونكو او د ادارو سپكاوې كوٶنكو له شرم پ??ار دې٬ د نورو د احتساب خبره كوٶنكي مخكښې خپله قانون ته وړاندې شي٬ الېكشن بل پارلمان منظور كړو٬ افسوس لكه د تل غوندې عمران نن هم پ?? اړي ګړي كښې بوخت وې۔ د ګل په ورځ خپل يو بيان كښې مريم اورنګزيب ??وئ??ل محمد نواز شريف د خپلې ټولې كورنۍ د تېرو 30 كالو حساب وركوي٬ تاسو يوازې د درې ٬ پنځه كالو حساب وركړئ ٬ د هندوانو او يهوديانو نه ګوند له فنډنګ چا اخستې؟ د ګوند فنډ لپاره جواري چا كړې؟ د بني ګاله كور د كومې جوارۍ په پېسو اخستې شوې؟ مريم اورنګزېب ??وئ??ل تا د خپلې غلا او جر?? خپله اعتراف كړې٬ يوازې د سزا انتظار دې٬ يو د قانون عدالت نه او بل د پاكستاني اولس د عدالت نه ۔مريم اورنګزېب ??وئ??ل خېبر پښتونخوا كښې خپل كرپشن پټولو لپاره د احتساب عدالت ته تاله چا وهلې؟ دې ??وئ??ل عمران خان د پاكستان اولس ستا د اصليت نه خبر شوې دي٬ ته هېواد دښمنه عناصرو سره ئې٬ تا چې په څلورو كالو كښې د خېبر پښتونخوا اولس سره څه كړې د دې بدله به اولس درنه په كال 2018 كښې اخلي۔ مريم اورنګزيب ??وئ??ل نواز شريف تل د پاكستان پرمختګ٬ سلامتيا ٬ سوكالۍ او د امن خبره كړې عمران لپاره ئې د لوۓ څښتن نه د هدايت دعا كړې۔ دې ??وئ??ل عمران خان تل دروغ وئيلي٬ د هېواد د پرمختګ د لارې نيولو خبره ئې كړې٬ هېواد دښمنه عناصرو سره ئې ملګرتيا كړې٬ د ادارو سپكاوئ ئې كړې او په پارلمان ئې بريد كړې۔ عمران خان مخاطب كولو سره مريم اورنګزېب ??وئ??ل ته به د پاكستاني اولس نه كله بخښنه غواړئ٬ خدائے ته ??ه توبه كله اوباسې٬ تا له شرم ولې نه درځي۔