اسلام آباد 22 ستمبر (اے پي پي)د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير چوهدري برجېس طاهر وئيلي دي وزیراعظ?? شاهد خاقان عباسي د كشميريانو بشپړه ترجماني كړې٬ په عمومي اسمبلۍ كښې ئې د كشمير كشاله په ښه ډول په ډاګه ??ړې۔ خپل يو بيان كښې چوهدري برجېس طاهر ووئيل وزيراعظم د نواز شريف د وژن او پاليسو له مِخې خپله وېنا كښې د كشميري اولس د حقونو خبره كړې او په كشمير كښې د هندي پوځ لخوا د بشري حقونو خلاف ورزي ئې هم په ډاګه ??ړې ۔ ده د وزيراعظ?? شاهد خاقان عباسي عمومي اسمبلۍ ته د وېنا ستائنه كولو سره ووئيل د وزیراعظم د موثر او كوټلي خط??ب سره د پاكستان دريځ ??ه يوازې په بامقصده توګه اورېدلې شوې بلكې ډ??ډګيرنه ئې شوې۔ ده ووئيل وزيراعظم د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د قربانيو سره سره په افغان پاليسۍ هم خبره كړې۔ ده ووئيل وزیراعظم په دا خبره په ډاګه ??ړې چې پاكستان افغانستان كښې د هند منفي كردار نه قبولوي او دا د پاكستان سلامتيا لپاره خطر دے