اسلام آباد 22 س??مب?? (اے پي پي) خارجه وزير خواجه محمد آصف وئيلي دي امريكا او د سيمې هېوادونه مقبوضه کشمیر كښې د هند لخوا د بشري حقونو خلاف ورزيو مخنيوي له بايد خپل كردار ولوبوي۔ د رېډيو پاكستان ترمخه يوه مركه كښې ده ووئيل منطقه كښې امن لپار?? پاكستان هند سره په مستقلو بنيادونو مذاكرات غواړ?? خو دې لپاره به هند له د پولې نه پورې اړخ ته راپارونكې كاروائۍ بندول وي كومو كښې چې يو شمېر وګړي مړه او ژوبل شوې دي۔ خارجه وزير ووئيل پاكستان د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ غونډه كښې دا وړاندېز وركړې چې مقبوضه كشمير كښې د شوو بشري حقونو خلاف ورزيو راپور جوړولو لپاره دې نړيواله اداره خپل يو خاص استازې وټاكي۔ ده وئيل د سوئيلي آسيا منطقه كښې امن لپار?? پاكستان د سارك خارجه وزيرانو په كن??رنس كښې هم غږ پورته كړې۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل ګرد هېواد كښې د ترهه ګرۍ تر بشپړه خاتمې به د ترهه ګرۍ په ضد جنګ دوام دار وي۔