اسلام آباد ۔ 22 اپریل (اے پی پی) د صوبو ترمينځه د رابطې وفاقي وزيرې ډاكټر فهميده مرزا وئيلي دي روانه وضعه كښې قامي يوالي او د كورونا په ضد اجتماعي احتياطي تدبيرونو ته اړتيا ده۔ د شورؤ په ورځ نجي ټي وي چېنل سره خبرو كښې دې ووئيل صورتحال ښه كولو او د كورونا خپرېدو مخنيوي له به د وفاق او صوبائي حكومتونو ترمينځه همغږي پېدا كول وي۔ دې ووئيل صوبائي حكومتونه په كوم هم بېړني صورتحال كښې پرېكړه كولو كښې خپلواكه دي۔ دې ووئيل سندھ كښې طبي آسان?? ښې نه دي۔ د هېواد په وروستو پاتې سيمو كښې سماجي فاصله ممكنه نه ده۔ چرته چې د صفائۍ صورتحال ناوړه وي دغلته خلق تنګ ځايونو كښې ژوند كوي۔ دې ووئيل سياستمدار كمېونټيز سره كلك تړون لر?? كوم چې د كورونا وائرس مخنيوي كښې مهم كردار ترسره كولې شي۔ دې ووئيل پاكستان له به د چين تجربې څخه زده كړه كول وي او د دې وژونكي وائرس مقابله به په يو والي او حوصله كول وي۔ دې ووئيل عبادت كؤونكي بايد د علما?? كرامو په هداياتو عمل وكړي