سیالکوټ 19اپرېل(اے پی پی) د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق ??عو??ن وئيلي دي وزیراعظم په يو وخت كښې د كو??ون?? او معاشي ستونزو مقابله كوي۔ وزيراعظم دا ګڼي چې د معيشت پايه چلېږي نو د مزدور نغرې به بلېږي۔ روژې مياشتې څخه وړاندې به حكومت وړو دكاندارانو له پېكج اعلان كړي۔ دې ووئيل موجوده صورتحال څخه د ناجائزه ګټې پورته كوؤنكو په ضد به سخته قانوني كارروائي كولې شي۔ دې ووئيل د هېواد ضرورت او نړيوال صورتحال نظر كښې نيولو سره ??ه زيات مقدار كښې غنم اخلو۔ حکومت غنمو اخستو له د 280 اربه روپو رقم بېل كړې دې۔ دې ووئيل په یوټېلېټی سټور كښې په 19 څيزونو سبسډي وركړې شوې ده۔ وزيراعظم یوټېلیټی سټور له د لس اربه روپو پېكج وركړې دې۔ دې ووئيل د صدر علماﺀ كرامو سره مشاورت خوشبينه دې۔ د كو??ون?? په ضد جنګ كښې د علماﺀ كرامو كردار ډېر مهم دے۔ دې ووئيل د مذهبي فرض ترسره كولو سره ??ره ??ې علماﺀ كرام د كو??ون?? په اړه اولسي شعور بېدار كړي۔ دې ووئيل د كنفرنس اعلاميه د ټول قام آواز دے۔ دې هيله ولرله چې د اعلاميې په شرائطو به عملدرآمد باوري كړې شي۔ دې ووئيل دا پرېكړه شوې ده چې اعتكاف به كورونو كښې كولې شي او د پېشمني او روژه ماتي دستورې به جوماتونو كښې كولې نه شي۔ دې ووئيل دا مهال روزانه د 6 زره كسانو تشخيص كېږي او زمونږ هدف د 20 زره كسانو تشخيص كولو دے۔ دې ووئيل د كو??ون?? په ضد په فرنټ لائن د جنګ كوؤنكو ډاكټرانو ٬ پیراميډيكل سټاف ٬ نرسز او طبي عملې حفاظت زمونږ تر ټولو اولنۍ ترجيح ده۔ دې ډاكټرانو ٬ پیراميډيكل سټاف ٬ نرسز او طبي عملې ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كړې۔ دې ووئيل د خبريالانو سېكيورټي به هم باوري كولې شي۔ په اولني پړاؤ كښې به پېرا میډیکل اسټاف او دوهم پړاؤ كښې به خبريالانو ته حفاظتي كټس وركولې شي۔ دې ووئيل په دې جنګ كښې ميډيا ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كوم۔ په آخر كښې د يوې پوښتنې په ځواب كښې دې ووئيل حکومت بزنس ??میونټۍ سره ولاړ دے۔ وزيراعظم وئيلي دي چې اېکسپورټ سره ??ړوند صنعتونه به وار په وار پرانستلې شي۔ وروستو فردوس عاشق ??عو??ن د سیالکوټ خبريالانو ترمينځھ كټس ووېشل۔ دې د غنمو اخستو مركز دورې كولو نه وروستو د بېلو كليو سره ??علق لرونكو مستحقينو ته راشن وركړو۔