اسلام آباد ۔ 15 اپرېل (اے پی پی) د ملګرو ملتونو د افغان كډوالو ادارې د كووډ – 19 وبائي رنځ تر م??ه افغانستان ، پاکستان او ایران سره د زياتې مرستې كولو غږ كړے۔ افغانان او د دوئي كوربتوب كوؤنكي هېوادونه پرېښودلو سره به د دې وائرس مخنيوي له په رو??نو نړيوالو هڅو زيات او تر اوږدې مودې منفي اغېز پرېوزي۔ کورونا وائرس پرمختګ كوؤنكو هېوادونو له يو لوئے خطر دے۔ یو اېن اېچ سی آر نړيوالې ورورولۍ ته خواست كړے چې هغه درې واړو هېوادونو سره د يووالي څرګندونه وكړي۔ ?? مستقل خطر او د تحفظ نشتوالي باوجود افغانان د ايران او پاكستان دواړو هېوادونو څخه د خپل هېواد په لوري بېرته كډه كوي۔ تېره اوونۍ د پولې په عارضي توګه پرانستې څخه وروستو په زرګونو افغانان پاكستان څ??ه افغانستان ته ورسېدل۔ نزدې 15 سوه افغانان هره ورځ خپل هېواد ته ستنيږي۔ ?? لاك ډاؤن اقداماتو او د معاشي هلو ځلو كمېدو له امله ګڼ شمېر افغان كډوال خپل بنيادي ضرورتونه هم نشي ترسره كولې۔ د شورؤ په ورځ د يو اېن اېچ سي ار وياند بابر بلوچ خپل بيان كښې ووئيل په ټوله سيمه كښې د لاك ډاؤن د لاسه د ديهاړې مارو كار ناڅاپي بند شوې او كډوال كوم بل آمدن نه لري ځكه د دوئي كوربتوب كوؤنكي د دوئي بقا له معاشي خطرو سره مخ دي۔ ??ه ووئېل په ايران او پاكستان كښې افغانان په لويه كچه د طبي خر??ونو ادا كولو او د خوراك څښاك سره د استوګنې بنيادي خر??ونو ترسره كولو كښې سختو ستونزو سره د مخ كېدو اطلاع راكوي چې له امله ئې زياتره افغان وګړي په قرض اخستلو مجبور دي۔ ??ه ووئيل په ګرده نړۍ كښې د کووډ۔19 مقابله كولو له د اجتماعي هڅو د يوې برخې په توګه افغانستان ، ایران او پاکستان سره دې لا مرسته وكړې شي